|
اتمر : تير کال ١٥٢ ښوونکي وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په شپږمه ورځ هم د نورو ورځو په څير دافغان وزيرانو رپوټونه تر ډيره د دوى د تير کال پر فعاليتونو او لاس ته راوړنو را ټول و. د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر په تير کال کې د سلگونو ښوونځيو د جوړيدو تر څنگ د لسگونو د سوځيدو يادونه وکړه. ده وويل په تير کال کې د ده په وينا دافغانستان د دښمنانو له خوا ١٥٢ تنه د پوهنې د وزارت ښوونکي او کار کوونکي وژل شوي او امنيتي ستونزو له امله شاوخوا ٦ سوه نور ښوونځي تړل شوي چې په ترڅ کې يې ٣ سوه زره ماشومان له زده کړې بي برخي شوي. ده ژمنه وکړه چې په روان کال کې به شاوخوا ١٥٠٠ ښوونځي جوړ او د افغانستان ټولو ښوونځيو ته به په څلورو مياشتو کې درسې کتابونه ورسوي. ((زموږ د افغان کارپوهانو د شپه ورځ کار په پايله کې نژدې ٢٥٠ نوي کتابونه وليکل شول چې له دوو مياشتو راهيسې د چاپ لپاره ورکول شوي ،٦٠ ميليونه ټوکه کتابونه به چاپ شي او ټول افغانستان ته به ورسول شي.)) د لوړو زده کړو دوزير محمد اعظم دادفر کلنى رپوټ هم تر ډيره د دغه وزارت پر لاس ته راوړنو راټول و. ښاغلي دادفر زيرى ورکړ چې دکانکور په ازموينه کې زرگونو پاتې راغلي ځوانان دلوړو زده کړو موسسو ته جذب کړي.
((موږ په اوس وخت کې د ١٢٠٠٠ محصلينو د جذبولو وړتيا لرو. هر ځوان چې غواړي زده کړه وکړي را دې شي خپل ځان دې معرفي کړي. موږ به هغوى د هغو لوړو نومرو له مخې چې اخيستي يې دي پوهنتونونو او يا هم د دوى له معياري نومرو سره سم د لوړو زده کړو موسسو ته ور وپېژنو. )) ښاغلي دادفر بهرته د لوړو زده کړو لپاره د سلگونو استادانو او سلگونو زده کونکو ليږل د تير کال په اوږدو کې خپل مهم کارونه وبلل. د حساب ورکولو د شپږمې ورځې وروستى رپوټ وړاندې کوونکي داطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم د نورو دوو وزيرانو په څير تر ډيره د خپل وزارت د تير کال د فعاليتونو په اړه رپوټ ورکړ. خو له ده د خبريالانو لومړۍ او وروستۍ پوښتنه په ځيني خصوصي تلويزوني شبکو کې د هندي سريالانو د بنديدو په اړه وه. خرم د دغو سريالونو خپريدل پرافغان کولتور د تيري او ظلم په توگه ياد کړل او له خلکو يې وغوښتل چې د دغو سريالانو د خپريدو مخنيوى وکړي. ((دغه سريالانو زموږ د کلتور خلاف دى له ټولو خلکو غوښتنه کوم چې،د دغو سريالانو د خپرويدو مخنيوى وکړي)) ښاغلي خرم دغه راز د خپل تير کال د فعاليتونو په لړ کې افغانستان ته له ځيني بهرنيو هيوادونو څخه د ځيني لرغونو اثارو د ليږد يادونه هم وکړه. چارواکي وايي ملت ته د حکومت د حساب ورکولو موخه دوزيرانو د فعاليتونو او لاس ته راوړنو په اړه د خلکو خبرول دي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'افغانستان د ترهگرۍ زانگو نه، بلکې قرباني دى'07 اپريل, 2008 | خبرونه پوپل: ځينې واليان به له دندې گوښه کړاى شي08 اپريل, 2008 | خبرونه اسماعيل: راتلونکى کال به ټول کابل برېښنا ولري09 اپريل, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||