|
'افغانستان د ترهگرۍ زانگو نه، بلکې قرباني دى' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خلکو ته د چارواکو د حساب ورکونې په درېيمه ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا وويل چې هيواد يې د ترهگرۍ زانگو نه، بلکې د هغې قرباني ده . هغه ددې ترڅنگ چې د خپل وزارت لاسته راوړنې بيان کړې داهم ومنله چې په بهرنيو هيوادونو کې د افغانستان د دولت يو شمېر سفيران دوه گونى تابعيت لري . د افغانستان د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير جنرال خداد هم چې بل حساب ورکوونکې وزير و وويل چې دامهال د يوميليون په شاوخوا کې افغانان په نشه يي توکو روږدي دي . ښاغلي خداداد د نشه يي توکو سوداگري د ترهگرۍ د تمويل ستره سرچينه وبلله او ويې ويل چې دا چاره په هېواد کې د قانون پلي کول کمزورى کوي . خلکو ته د حکومت د حساب ورکونې په دريمه ورځ نژدې ټول چارواکي په دې اړه همغږي و چې د ادارو يو لړ مهم پروگرامونه يې نه دي عملي شوي او په دې اړه لا ډېر وخت ته اړتيا لري . چارواکو تر ډېره د هغو ستونزو او گواښونو يادونه کوله چې د هغوى په اند د دغو پروگرامونو د عملي کېدو په لاره کې خنډ گرځېدلي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا په تېر يوه کال کې د نوموړي وزارت لاسته راوړنې په گوته کړې .
له ١٥ ميلياردو ډالرو د ډېرې بهرنۍ پانگې را جلبول، په سيمه ييزو سازمانونو کې د افغانستان د پام وړ گډون، په افغانستان کې د ايکو کنفرانس جوړېدل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن گډې جرگې جوړېدل، د اسلامي هيوادونو د کنفرانس په مرسته په افغانستان کې د اسلامي نړۍ د عالمانو د سترې غونډې لپاره تياريانې او په سعودي عربستان کې تر ٣٠ زرو ډېرو افغان مهاجرو ته د افغاني پاسپورټونو وېشل هغه کارونه و چې ښاغلي سپنتا په تېره يوه کال کې د بهرنيو چارو وزارت لويې لاسته راوړنې وبللې. هغه ټينگار وکړ چې دغه هڅې د افغان حکومت سوله غوښتونکى سياست په گوته کوي او ښيي چې هيواد يې د تروريزم زانگو نه ده. " دا حقيقت نړيوالو ته ښکاره شو چې زموږ خلک د سولې او يو ځاى اوسېدنې غوښتونکي او له جگړې او وينې توييدنې نه بېزاره خلک دي، موږ د ترهگرۍ سرچينه نه و او نه يو، په دې اړه موږ هڅه وکړه چې ترهغه ځايه چې په بهرنۍ ديپلوماسي پورې مو اړه لري افغانستان ته بهرنۍ پانگې او د نړيوالې ټولنې پاملرنه را جلب کړو، موږ د ١٥ ميليارډه ډالرو پانگې اچونې په راجلبولو بريالي شولو چې د افغانستان په تاريخ کې بې بېلگې ده." ښاغلي سپنتا د خپلو خبرو په لړ کې دا هم ومنله چې په بهرنيو هيوادونو کې يو شمېر افغان سفيران دوه گونى تابعيت لري، خو ټينگار يې وکړ چې دغه چاره له قانون نه کومه سرغړونه نه ده. بل خوا د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير جنرال خداداد هم چې د حساب ورکونې ددريمې ورځې په لړ کې يې خبرې کولې د خپل وزارت يو لړ لاسته راوړنې يادې کړې. هغه وويل چې په هيواد کې يې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره مخ په ډېرېدو ده. د هغه په وينا نشه يي توکي ترهگرۍ پياوړې کوي او له همدې لارې د قانون د پلي کېدو مخه نيسي. " يو ميليون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي، د ډېر لږ عمر لرونکي، داسې کسان چې عمرونه يې له پنځو کلونو لوړ دي، د لوړ عمر کسان هم په نشه يي توکو روږدي دي. د نشه يي توکو سوداگري ترهگري او اداري فساد پياوړى کوي او د قانون د پلي کېدو مخه هم نيسي. " تېر کال له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ٥٠ زرو هکتاره کوکنارو د له منځه وړو ژمنه کړې وه چې ايله د نيمايي په له منځه وړو يې بريالى شو، خو تېر کال افغانستان څه باندې شپږ زره ټنه نشه يي توکي توليد کړل. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||