BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2008 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسماعيل: راتلونکى کال به ټول کابل برېښنا ولري

محمد اسماعيل
د برېښنا او انرژۍ وزير وويل په تېرکال کې يې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې له يوې امريکايۍ کمپنۍ سره د شاوخوا ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارښت د ٤٣ پروژو تړون لاسليک کړى چې، يو شمېر يې پلې شوې او پاتې يې تر کار لاندې دي .
ملت ته د حساب ورکونې په پنځمه ورځ د برېښنا او انرژۍ ، د ټول گټو او ترانسپورت او هوانوردۍ وزيرانو خپل کلني رپوټونه وړاندې کړل .

د برېښنا وزير محمد اسماعيل وويل د روان کال ترپايه به د کابل او تر راتلونکو دوو کلونو پورې د افغانستان شاوخوا ٦٠ برخو ته برېښنا ولېږدوي .

د ټول گټو وزير سهراب علي صفري بيا وويل د روان کال ترپايه به د هغه حلقوي سړک کار بشپړ شي چې، افغانستان له منځنۍ اسيا سره نښلوي .

دا راز د ترانسپورت او هوانواردۍ وزير حميدالله قادري په خپل وار وويل د اريانا افغان هوايي شرکت د فعاليتونو نژدې ټوله برخه به خصوصي کړي .

د حساب ورکولو د لړۍ په پنځمه ورځ هم د تېرو وروځو په څېر لومړى هر وزير خپل کلنى کاري رپوټ وړاندې کړ او وروسته يې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړي .

د حساب ورکولو د دې ناستې لومړى رپوټ وړاندې کوونکى د برېښنا او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان و چې، په تېر کال کې يې د خپل وزارت د لاس ته راوړنو او په وړاندې يې د پرتو ستونزو ريوټ ورکړ .

ده وويل په تېرکال کې يې د برېښنا او انرژۍ په برخه کې له يوې امريکايۍ کمپنۍ سره د شاوخوا ٢٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارښت د ٤٣ پروژو تړون لاسليک کړى چې، يو شمېر يې پلې شوې او پاتې يې تر کار لاندې دي .

که څه هم ډېرى افغانان له دې وزير څخه شکايت لري چې، ټولو ولايتونو د برېښنا د مزو د غزونې په ژمنه کې پاتې راغلى خو، اسماعيل وويل ، ډېر ژر به له گاونډي هېواد ازبکستان څخه د برېښنا مزي د پلازمېنې کابل په گډون يو شمېر شمالي او سوېل ختيځوولايتونو ته هم وغزول شي .

د افغانستان سيندونه سروې کېږي
 اوسمهال د کونړ او د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو د سيندونو په اړه سروې روانه ده چې څنگه حکومت وکولى شي د دې سيندونو له اوبو څخه د برېښنا د توليد په برخه کې گټه واخلي
محمد اسماعيل

ښاغلي اسماعيل د خپل وزارت د بوديجې اوکارکوونو د تنخواگانو، مسلکي او فني کسانو کموالى او د امنيتي ستونزو له امله په افغانستان کې د پانگوالو نه دلچسپي د خپلو فعاليتونو په وړاندې د پرتو خنډونو په توگه ياد کړل .

د ټول گټو وزير سهراب علي صفري وويل د تېر کال په ترڅ کې د شاوخوا ٧٦٤ کيلومتره سړکونو جوړاو ډمبر شوي دي .

د غه وزير هيله څرگنده کړه چې د راتلونکي کال ترپايه به د افغانستان د هغه حلقوي سړک کار هم بشپړ شي چې د غه هيواد له منځنۍ اسيا سره نښلوي .

د ترانسپورت وزير حميدالله قادري چې شاوخوا درې مياشتې کيږي په دې څوکۍ گمارل شوى، په ډېرو روښانو ټکو کې د خپل وزارت د تېر کال د لاس ته راوړنواو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې .

که څه هم د ښاغلي قادري رپوټ د خپل وزارت پر ټولو فعاليتونوراټول و خو، د خبريالانو ډېرۍ پوښتنې د اريانا افغان هوايي شرکت د فعاليتونو او د هغه د خصوصي کېدو په اړه وې .

اريانا افغان
ښاغلي قادري د اريانا افغان هوايي شرکت د يوې ناکامې ادارې په توگه ياد کړ او هيله يې وښودله چې، د دې شرکت نژدې ٧٥ سلنه به د خصوصي سکتور په واک کې ورکړي .

د ښاغلي اسماعيل خان او د ټول گټو د وزير سهراب علي په څېر ښاغلي حميدي هم امنيتي ستونزې او د دولتي ځمکو د غصب سربېره اداري فساد د خپلو فعاليتونو پر وړاندې ستر خنډونه وبلل .

ټاکل شوې چې د حساب ورکولو شپږمې ورځې ته د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو وزيران خپل کلني رپوټونه وړاندې کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت