BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:16 گرينويچ 2008 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مقبل: افغان پوليس دې په نړيوال معيار برابرشي

ضرار احمد مقبل
دا درېيم ځل دى چې افغان حکومت په پرله پسې ډول د حساب ورکونې اوونۍ پيلوي .
په افغانستان کې د چارواکو د حساب ورکونې په لومړۍ ورځ د کورنيو چارو وزير وويل چې لا هم افغان پوليس د امنيت د را وستو او نورو اړوندو چارو د تر سره کولو پوره وړتيا نه لري .

ددولتي چارواکو لخوا ژورنا ليستانو ته د حساب ورکونې په درېيم کال وزير ضراراحمد مقبل دکلونو کلونو نور وخت اړتيا ته اشاره وکړه چې افغان پوليس له هره کبله سمبال او په نړيوالو معيارونو برابر شي .

نوموړي د نا امنيو يو لامل دروزل شويو او په هر څه د سمبالو پوليسو کموالى وښود. دکورنيو چارو وزيرپه نوي کال کې دپوليسو د روزنې او يو شمېر مرکزونو په جوړېدا سره به امنيت ښه شي .

په داسې حال کې چې دافغانستان په سوېل کې له څه باندې يوه کال را هېسې څو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او په دغو سيمو کې د مخدره توکو کرکېله لاهم پراخه ده .

ملت ته دافغان چارواکو دحساب ورکولو په نوم سږنۍ ناستې هم تېرو کلونو ته ورته دي . هره ورځ درې وزيران د نيم ساعت لپاره خپل کارونه په گوته او بيا همدمره وخت نور د خبريالانو پوښتنې ځوابوي .

د بهير نوم دکلني کارونو رپوټ ورکول دي خو چارواکي په خپلو رپوټونو کې د تېرو څو کلونو کړنو ته اشارې کوي . ټولې خبرې تېر کال هغه ته ورته د وزارتونو او ادارو د ټولو لويو او وړو تر سره شويو کارونو په گوته کول دي .

او ډېر کله خبريالان په دومره جزئياتو کې را ښکېل کړل شي چې اصلي موضوع گانې په کې لا درکه شي . چارواکي هم پوښتنو ته د نيغ ځواب له ورکولو په څنگ تېريږي .

په يونيفورم پوليس نه جوړيږي
 موږ بايد پوليس جوړ کړو يوازې د يونيفورم په اغوستلو فکر کوم پوليس نه جوړيږي . تر هر څه د مخه بايد پوليس وروزل شي، سمبال شي، وپيژندل شي او دا ټول وخت غواړي . او ددې په خواکې بايد داسې امکانات ولرو چې دافغانستان د ملي پوليسو د ظرفيت په لوړيدو کې ځېنې گټه پورته کړو
مقبل

د افغانستان د کورنيو چارو د وزير ضرار احمد مقبل په رپوټ کې د پوليسو له اصلاحاتو نيولې د څو ټو پکو او مرميو تر نيولو او د څو پيسو تر مصرفه پورې جزئيات ياد شول .

له ده څخه مهمه پوښتنه دافغانستان د خراب امنيتي حالت، د لاملونو او د حل د لارو چارو په اړه وه چې ښاغلي مقبل دا ټولې ستونزې د پوليسو په روزنې او سمبالتيا پورې وتړلې چې دده په باورکلونو وخت ته اړتيا لري .

تېر کال هم ښاغلي مقبل همدا خبرې کړې وې او ويلي يې وو چې په نوي کال کې به امنيت تر پخوانيو کلونو ښه او د هلمند څو د لاسه وتلې ولسوالۍ به بېرته لاندې کړي، خو حالاتو دا هرڅه بدل نا امني زياته او هغه ولسوالۍ لا هم د حکومت له واکه بهر دي .

افغان پارلمان
د مخدره توکو د کرکېلې او توليد مخنيوي ته تېرکال دکورنيو چارو وزير ښه ټټر وهلى و خو دنيشه يي توکو په زياتېدو سره دغه اندېښنې لا زياتې شوې .

په تېر کال کې په افغانستان څه باندې سل ځان مرگي او په سلگونو نور بريدونه وشول چې د زرگونو عادي وگړو تر څنگ نژدې ٣٠٠٠ پوليس هم ټپيان او وژل شوي دي .

عادي افغانانو ته کېداى شي د کورنيو چارو د وزير دا دليل د قنا عت وړ نه وي چې د پوليسو په اصلاح سره به امنيت ښه شي خلک د امنيت د ښه کېدو لپاره د کوټلو گامونو د پورته کېدو غوښتنه کوي . دکورنيو چارو وزير د امنيت د ښه والي لپاره کومه نوي روښانه ژمنه ونکړه، خو په ځينو سيمو کې يې د پوليسو د روزنې د نويو مرکزونو د جوړېدو څخه يادونه وکړه چې دده په باور سږ کال به دامنيت په ښه والي اغيز وکړي .

ده د خپل تېر يوه کال په مهمو کارونو کې د ١٥ زره نويو پوليسو جذب ته اشاره وکړه چې دغه لړۍ به سږ کال هم دوام وکړي . ښاغلي مقبل تېر کال د حساب ورکولو پر مهال د٧٠٠ نظامي مرکزونو د جوړېدو خبره کړې چې تر نيمايي کم يې جوړ کړي دي .

د مخدره توکو د کرکېلې او توليد مخنيوي ته تېرکال دکورنيو چارو وزير ښه ټټر وهلى و خو دنيشه يي توکو په زياتېدو سره دغه اندېښنې لا زياتې شوې .

 په دغه برخه کې په خواشينۍ سره که ووايم نړيوالې ټولنې هغه ډول چې لازمه وه هغه ډول يې منابع سم ونه کارول او ويې نشو کولى . نو له هغوى سره هم دا بايد په خبرو کې په پام کې ونيول شي
ضرار احمد مقبل

د ولسمشر حامد کرزي د کابينې لوى وزير چې تر دې مهاله يې دنده پوره روښانه نه ده د حساب ورکولو د بهير د پرانيستې پر مهال د نيشه يې توکو د کر د زياتېدو څه پړه پر نړيوالو واچوله .

'' په دغه برخه کې په خواشينۍ سره که ووايم نړيوالې ټولنې هغه ډول چې لازمه وه هغه ډول يې منابع سم ونه کارول او ويې نشو کولى . نو له هغوى سره هم دا بايد په خبرو کې په پام کې ونيول شي.''

اوس په افغانستان کې چارواکي تمه کوي چې د نيشه يي توکو مخنيوى، امنيت او د پوليسو په ليکو کې داصلاحاتو د راوستو بهير به سږ کال ښه شي . د کورنيو چارو پر وزپر سر بيره د کليو د پراختيا او سرحدونو او قبايلو چارو وزيرانو هم د خپلو کړنو يادونې او د راتلونکي کال پلانونه په ډاگه کړل .

يو شمېرعادي افغانان پر دغه بهير د تېر کال په څېر نيوکه کوي چې گواکې چارواکي خبرې او ژمني کوي خو ددوى په باور د خلکو د ژوند د ښه والي په ډگر کې کم عملي گامونه پورته کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت