BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:58 گرينويچ 2008 ,03 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان دولت: دحساب ورکولو بهير پيليږي

حساب ورکول
د تيرو کلونو پر هغو يوه نيوکه داوه چې چارواکي د يوۀ کال پر ځاى د څو کلونو پرمختگونه د خپلو راپورونو برخې گرځوي.
ټاکل شوې ده،چې د افغان حکومت د وزيرانو او ځينو نورولوېوخپلواکو ادارو د مشرانو له خوا د حساب ورکولو بهير بل سبا يانې د خالي پر ورځ پۀ کابل کې پيل .

داسې ښکاري چې افغان حکومت د خپلو چارواکو د حساب ورکولو بهير پۀ يوۀ دود بدلول غواړي،ځکه چې د دريم ځل لپاره د دغې چارې د سرته رسيدو اعلان شوىدى.

دا بهير به د وري د مياشتې په ١٧ نيټه يانې د راروانې خالي پۀ ورځ پيل شي او د دوو اوونيو لپاره به وغځيږي.

هره ورځ به درې تنه وزيران يا د خپلواکو ادارو مشران د خپلو يو کلنو کړنو په اړه وغږيږي او د خبريالانو پوښتنو ته به ځوابونه وايي .

د تيرو دوو کلونو سره د سږني بهير توپير دادى چې کوم وزيران خپلې کړنې بيانوي راپورونه به يې يوه ورځ وړاندې خبريالانو ته سپارل کيږي.

پۀ لومړۍ ورځ به د کليو د پراختيا،کورنيو چارو او د قومونو او قبايلو دچارو وزيران غونډې ته راځي،پۀ دغو وزارتونو کې دوو راپورونه خبريالانو ته وسپارل شول.

خو د کليو د پراختيا د وزارت راپور شتون نۀ درلود،د چارو د ادارې د څار او ارزونې د څانگې له مشر وهاب سادات نۀ مې پوښتنه وکړه چې ددې مانا خو به دا نۀ وي چې ځينې وزارتونو خپل راپورونه نۀ دي سپارلي.

نوموړي وويل چې راپورونه ټولو وزارتونو ورسپارلي دي خو پۀ ځينو کې نيمگړتياوې دي چې سمول به غواړي.

سر بيره پر وزيرانو به د لويې څارنوالۍ، د اصلاحاتو د کميسون،د بشر دحقونو د خپلواک کميسون،د مرکزي احصايې د ادارې،د کنترول او تفتيش د ادارې، د کوچيانو د چارو د کميسون،د کابل ښاروالۍ،دعلومو اکاډمۍ ،د افغانستان بانک او څو نورو ادارو مشران هم حساب کتاب ورکوي.

د تيرو کلونو پر هغو يوه نيوکه داوه چې چارواکي د يوۀ کال پر ځاى د څو کلونو پرمختگونه د خپلو راپورونو برخې گرځوي.

بله داچې د شويو کارونو پر ځاى تر ډيره د پلانونو يادونه کوي تر ټولو لويه يې لا دا چې افغانستان په هر ډگر کې کار ته اړتيا لري خو بيا هم ځيني وزارتونه د خپلو کلنيو بوديجو په لگولو نه بريالي کيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت