|
پوپل: ځينې واليان به له دندې گوښه کړاى شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سيمه ييزوڅانگو د خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل، د راتلونکې پنځه کلنې اوږد مهالې تگلارې جوړېدل، د نويو واليانو ټاکل او مرکز ته د ولايتونو د کړنو د ورځنيو رپوټونو برابرول د خپلو تېرو څو مياشتوله لويو لاسته راوړنو څخه وشمېرل . د ښاغلي پوپل په وينا لا هم د ځينو واليانو د فعاليتونو ارزونه روانه ده چې، ډېر ژر به له دندې گوښه شي، خو دا يې ونه ويل چې دغه واليان څوک دي . ښاغلي پوپل د افغانستان په ځينې سيمو کې د امنيت نشتوالى، د وسله والو قومندانان اغېز او د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نه هغمږي هغه څه وبلل چې، په وينايې د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړى دى . په افغانستان کې د حکومت کمزوري، په ولايتونو کې د رغانيزو پروگروامونو نا انډولتيا، د خلکو او دولت ترمنځ د واټن شتون او د ځينو واليانو د وړتيا ټيټوالى هغه څه دي چې له تېرو شپږو کلونو راهېسې په دې هېواد کې روان دي . همدې ستونزو ته په پام سره د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواکې ادارې په نوم يوۀ اداره جوړه شوه چې د خلکو او دولت ترمنځ راپورته شوى واټن ليرې او په ولايتونو کې د حکومت پياوړتيا ته کار وکړي . خو د دې ادارې چارواکي په تېرو وروستيو څو مياشتو کې د ځينې لاس ته راوړنو ترڅنگ د يو لړ خنډونو يادونه هم کوي . د دې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل د افغانستان په يوشمېر برخو کې د وسله والو قومندانانو ځواک، د امنيت نشتوالى او د دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي هغه څه بولي چې، د دولت او خلکو ترمنځ يې ستر واټن پيدا کړى .
ده وويل :''د قانون نه پلې کېدل، د بديل معيشت د پروگرام نه اغېزمنتوب، د خلکو د غوښتنو پر وړاندې د دولتي ارگانونو نه پاملرنه، د کدرونو په گومارنه کې د ځينو دولتي چارواک لاسوهنه، په هېواد کې د متوازنې پروسې د پراختيا نه تطبيق، د نادولتي ادارو او نړيوالو موسسو ترمنځ نه همغږي او د اداري فساد شتون ددولت او خلکو ترمنځ د واټن د راوستو له سترو لاملونو څخه شمېرل کېږي .'' ښاغلي پوپل دغه راز د خپلې ادارې د پنځه کلنې اوږدمهالې تگلارې جوړېدل، د ځينې نويو واليانو ټاکل او مرکز ته د ولايتونو د کړنو د ورځنيو رپوټونو برابرول د خپلو کاري لاس ته راوړنوڅخه وشمېرل . ښاغلي پوپل وويل اوسمهال په داسې يوې تگلارې کار کوي چې، له مخې به يې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو ترمنځ همغږي رامنځته شي، چې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوى وشي . د سيمه ييزو ارگانونو دغه خپلواکه اداره شاوخواشپږ مياشتې وړاندې جوړه شوه . ملت ته د حساب ورکونې په دې ورځ د افغانستان د حج او اوقافو وزير نعمت الله شهراني هم د خپل تېر کال کاري راپور واوراوۀ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||