BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:59 گرينويچ 2008 ,07 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په غزني ولايت کې اووه کسان وژل شوي

د غزني ښار
د غزني ولايت اړوند په ارزو سيمه کې د سړک جوړونې د يوه خصوصي شرکت څلور کسان ټپيان شوي دي
په غزني کې چارواکې وايي ددې ولايت په بيلابيلو سيموکې شپږ تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي چې ٧ تنه يې وسله وال طالبان ښوول کېږي

د غزني ښار په اته کيلومترۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک جوړونې د يوه خصوصي شرکت دوه ساتونکي هغه مهال ووژل شول چې پر موټر يې راکټي بريد وشو .

د اندړو وسلوال عبدالرحيم دي سيوال وايي بريد د غزني- پکتيکا پر لويه لاره د غزني ښار اړوند د ارزو کلي ته څېرمه وشو، چې د شرکت څلور تنه ساتونکي هم پکې ټپيان شول .

د دي سيوال په وينا په دې نښته کې دوه بريد کوونکي وژل شوي او درې تنه يې هم ټپيان شوي دي .

همدارنگه ددې ولايت د مقر ولسوالۍ مرکز ته نژدې هم په يوه نښته کې دوه پوليس وژل شوي دي ، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي چې په دې بريد کې يې څلور پوليس وژلي او اته کسان نور يې ټپيان کړي .

قاري يوسف همداراز د اندړو د ولسوالۍ د سرفراز کلا په سيمه کې د څلورو بهرنيانو د وژلې ادعا کوي، خو په غزني کې چارواکي د هغه دا ادعا ردوي .

بل خوا په نيمروز ولايت کې د يوې کورنۍ درې غړي ناپېژاندو وسله والو وژلي دي .

ددې وژنې پړه تردې دمه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت