|
' په کونړاو نورستان کې وسله وال وژل شوي ' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ کې د تازه تاوتريخوالي له امله يو امريکايى سرتېرى وژل شوى او ترلسو ډېرو وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده . دغه نښتې تېره شپه شوې دي . د نړيوالو ځواکونو يو تن وياند جگړن نېک سټرين برگ وايي د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه او د کونړ په ماڼوگي او څوکۍ ولسواليو کې يې تر لسو ډېر وسله وال پر دوى له بريده وروسته وژلي او ټپيان کړي دي . د ايتلاف ځواکونو پر وينا، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې يې دوه وسله وال وژلي او تر اتو ډېر نور ډېر يې بيا د څوکۍ او ماڼوگي په ولسواليو کې وژلي او ټپيان کړي دي . خو وسله والو طالبانو بيا په دغو درې سرو ولسواليو کې د خپلو درې کاسنو د ټپي کېدو خبره مني، خو د ماڼوگي ولسوالۍ په کنډه گل او د څوکۍ په ديوه گل کې بهرنيو ځواکونو ته د مرگ ژوبلې اوښتو خبره کوي . د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوال شاه محمود شهيد وايي په دغو نښتو کې يوه ښځه او يو کوچنى ماشوم هم وژل شوي دي . دا څوومه ورځ ده چې په کونړ کې نړيوال ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د سر د زيان د اوښتو ادعاوې کوي . کونړ او نورستان د افغانستان په ختيځ کې له هغو نارامو ولايتونو څخه دي چې هر وخت ترېنه د جنگ جگړې خبرونه راځي . پکتيکا کې يو امريکايى سرتېرى وژل شوى بل خوا د پکتيکا په ولايت کې يو امريکايىى سرتېرى وژل شوى دى . د نړيوالو ځواکونو يوه وياند ويلي سرتېرى يې د خوست او کردېز ترمنځ د ښواک په ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى، خو وسله وال طالبان بيادلته نړيوالو ځواکونو ته تر دې د ډېرې مرگ ژوبلې د اوښتو دعوا کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه د ننگرهار په لاريون کې دوه کسان وژل شوي10 مۍ, 2008 | خبرونه چارواکي: پکتيکاکې دوه طالب قومندانان ووژل شول04 مۍ, 2008 | خبرونه وحيدي: دوه ځانمرگي بريد کوونکي مو ونيول 04 مۍ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||