BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:45 گرينويچ 2008 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار په لاريون کې دوه کسان وژل شوي
ننگرهار
په ننگرهار کې د پوليسو مشر دا مني چې د مارکو په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو په بريدکې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي .
د افغانستان د ختيځ ننگرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د درو غړو د وژل کېدو له امله د نوموړې ولسوالۍ خلکو لاريون وکړ، چې د پوليسو په ډزو کې دوه لاريون کوونکي ووژل شول .

د يادې شوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي تېره شپه د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د مارکو په سيمه کې پر يوې کورنۍ بريد کړى چې په پايله کې يې د دې کورنۍ درې کسان وژلي او پنځه نور يې ژوندي ورسره بېولي دي .

د غني خېلو ولسوالۍ ځايي خلکو ددغو درو کسانو د وژل کېدو په موخه د (شنبې په ورځ، د مۍ ١٠) د جلال اباد- تورخم لويه لاره د يوه لاريون په ترڅ کې د ترافيکو پرمخ وتړله .

په ننگرهار ولايت کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخېل وايي لاريون کوونکو د وژل شوو کسانو جسدونه د جلال اباد- تورخم پرلويه لاره اچولي وو .

دده په وينا پوليس هم د شوني تاوتريخوالي رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه دغې سيمې ته راغلي وو، خو د لاريون کوونکو له خوا د تېږو اورولو په باران يې هرکلى وشو.

لاريون کوونکي وايي ددوى د تېږو د پر وړاندې پوليسو له ډزو کولو څخه کار واخيست چې په پايله کې يې دوه لاريون کوونکي ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .

د بي بي سي خبريال زياتوي چې د لويې لارې پرسر وينې روانې وې او د ځايي خلکو پروينا وژل شوى او ټپي شوي کسان يې د پېښې له ځايه ليرې کړل .

خو د ننگرهار ولايت د پوليسو مشر جنرال سيدعبدالغفار بيا وايي چې د لاريون کوونکو د تېږو په مقابل کې پوليسو هوايي ډزې وکړې خو هېڅوک هم پکې ټپي او يا وژل شوي نه دي .

د پوليسو مشر دا مني چې د مارکو په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو په بريدکې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي .

د حضرت علي د پلار وژنه

دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي او پخواني جهادي قومندان او د ننگرهار د پوليسو د پخواني مشر حضرت علي پلار تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو او د هغه د کورنۍ شاوخوا اووه غړي ژوندي وتښتول شول .

سيمه ييز چارواکي وايي نامعلوم وسله والو کسانو د حضرت علي بوډا پلار حاجي محمد امير مرۍ يې خپک کړې او وژلى يې دي او د کورنۍ اووه غړي يې (چې ډېرى يې ماشومان دي) ژوندي ورسره وړي دي .

دغه پېښه د ننگرهار ولايت په ښار جلال اباد کې د پوليسو مرکز ته شاوخو ا په يو کيلومتر ليرې واټن کې شوې ده .

پوليس وايي په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي او لا تراوسه قاتلان نه دي نيولي .

د ولسي جرگي د غړي حضرت علي پر کور په ننگرهار ولايت کې په داسې حال بريدشوى چې نوموړى په کابل کې و .

نن شنبې سهار د پشه يي قوم يو شمېر خلکو، چې حضرت علي هم له دې ډلې څخه دى، د څه مودې لپاره د کونړ- جلال اباد لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه او له دولت نه يې د دې پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کوله .

د ننگرهار د چارواکو پروينا، له کابل څخه د نوموړې پېښې د څېړنې په موخه د جلال اباد ښار ته يو پلاوى تللى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
کونړ کې سلگونو کسانو لاريون وکړ
24 اپريل, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت