BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:57 گرينويچ 2007 ,29 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايانو په چاپه کې څلورتنه ووژل

پوځي چاپه
د ملکي خلکو د وژلو ادعاوې په داسې حال کې مخ په ډيريدو دي چې تيره اونۍ ولسمشر حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه بيا بيا وغوښتل چې د ملکي خلکو خونديتوب ته ډير پام وکړي .
امريکايي او افغان ځواکونو د هيواد په ختيځ کې پر يو شميرکورونو چاپه اچولې او لږ تر لږه څلور تنه يې وژلي دي .

سيمه ييز خلک وايي وژل شوي کسان ملکي وگړي دي او له پوځيتوب سره يې هيڅ تړاو نه درلود .

خو ايتلافي ځواکونه وايي چې دغو کسانو بهرنيو جنگياليو او طالب اورپکو ته پنا ورکوله .

په دې وروستيو مياشتو کې چې تاوتريخوالى ډير شوى دى ، بهرني ځواکونه د ملکي خلکو پر وژلو پړه بلل کيږي .

د جمعې په سهار دغه پيښه د ننگرهار ولايت د شير زاد ولسوالۍ د نکروخيلو په کلي کې رامنځته شوه .

ايتلافي ځواکونه وايي ، باوري استخباراتي سرچينو دوى ته دطالبانود بيلابيلو پنا ځايونو په اړه مالومات ورکړل او دوى دغه عمليات تر سره کړي دي .

د ننگرهار په ولايت کې پر ايتلافي ځواکونو څو ځلې بريدونه شوي دي .

 دغه څلور تنه چې امريکايانو د چاپې پر وخت وژلي دي ټول ملکي خلک وو له پوځيتوب سره يې هيڅ تړاو نه درلود.
لالگل خان
د نړيوالو ځواکونو د وينا له مخې له دوه کورونو څخه هڅه کېده چې پر دوى بريد وشي کله چې دغلته ورسيږي خو دوى دغه کسان وويشتل او په کور کې يې وسلې هم وموندلې او شپاړس تنه نور يې د طالب اورپکو د ملگرو په شک ونيول .

خو يوسيمه ييز سړي بي بي سي ته وويل چې ايتلافي ځواکونو څلور ملکي کسان وژلي دي ، يو پلار ،دوه زامن او يو لمسى .

د کتاب جان په نامه دغه سړي بي بي سي ته وويل چې بهرنيو سرتيرو يوازې اپين له ځان سره يوړل نه وسلې .

لال گل خان چې په افغانستان کې د بشري حقونو د يوې ټولنې مشري کوي او د شيرزادو د ولسوالۍ د ځپل شوي کلي اوسيدونکى دى بي بي سي ته وويل چې څلور وژل شوي کسان ملکي خلک دي او له پوځيتوب سره هيڅ ډول تړاو نه لري .

حامد کرزى
 ملکي خلک مه وژنى چې ما ډير رنځوي او غصه کوي
حامد کرزى

ښاغلي گل د ټليفون له لارې دا هم وويل چې نيول شوي خلک هم د کلي ملکي وگړي دي او له طالبانو سره اړيکي نه لري .

څه له پاسه يوه اونۍ کې دا دوم ځل دى ،لس ورځې وړاندې د افغانستان په سوېل کې ورته پيښه وشوه .

په هغه پيښه کې هم ايتلافي ځواکونو پر کورونو چاپه واچوله او يو سړى يې ددې لپاره وواژه چې ددوى په وينا اورپکى وو .

خو سيمه ييزو خلکو او د وژل شوي تن کورنۍ وويل چې دغه سړى ناپيېلى او ملکي وو .

د ملکي خلکو د وژلو ادعاوې په داسې حال کې مخ په ډيريدو دي چې تيره اونۍ ولسمشر حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه بيا بيا وغوښتل چې د ملکي خلکو خونديتوب ته ډير پام وکړي .

ولسمشر په همدې اړه په وروستۍ وينا کې وويل چې د ملکي خلکو وژل يې ډير غوصه کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
يو بل خونړى کال
17 جون, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت