|
په نيمروز کې اته افغان سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په لوېديځ ولايت نيمروز کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد كې اته افغان سرتيري وژل شوي دي . سيمه ييز چارواكې وايي دغه سرتيري دنيمروز ولايت دخاشرود اودلارام ولسوالۍ دلويې لاري په اږدو كې دطالبانو په يوۀ كمين كې ووژل شول . دنيمروز چارواكي وايي وژل شوو اتو افغان سرتيرو ددغه ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې دنده ترسره كول . دنيمروز والي ډاکټر غلام دستګير ازاد بي بي سي ته وويل دغه سرتېري تېرماښام (يکشنبه) له خاشردو ولسوالۍ څخه دلارام ولسوالۍ ته تلل چې په لاره كې دوسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل . چارواكي ټينګار كوي چې دسرتېرو سره په جګړه كې وسله والو طالبانوته هم درانه زيانونه وراوښتي .خود دقيقو تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري . عيني شاهدان وايي جګړې څوساعتونه دوام درلوداو دواړولورو پكي له سپكو اودرنو وسلوڅخه كاراخيستۍ . له بلې خوا قاري يوسف احمدي چي په سيمه كې دوسله والو طالبانو وياند بلل كيږي ادعا كوي چي ددوى په دغه بريد كې څه باندي ١٠ افغان سرتيري وژل شوي دي . احمدي زياته کړه چې له پوليسو څخه يې ديوه اندازه وسلو اومهماتو دنيولو ترڅنګ دهغوى دسپرلۍ ګاډي هم ويجاړكړي . كه څه هم افغان چارواكي په دغه نښته كې ووسلوالو طالبانوته هم ددرنو زيانو داړولو خبره كوي ، خوطالب وياند دخپلوزيانونو پخلى نه كوي . له دې وړاندي نيمروز دافغانستان دډېرو ولايتونو په نسبت ارام بلل كېده .خو په دې ورستيوكې د تاوتريخوالي لمن دغه ارام ولايت ته هم غځېدلې ده . په څنگلوري ولايت هرات کې ښار ته نژدې د سړک د غاړې د بم په چادونه کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شوى دى. د هرات په چاودنه کې بهرنى سرتېرى ټپى دى د هرات د پوليسو وياند نيکزاد وويل له لرې کنترولېدونکى يو بم هغه وخت په انجيل ولسوالۍ کې وچاود چې د ولايتي بيارغاونې ډلې گاډى له سيمې څخه تېرېده. ده وويل د نن (دوشنبه) سهار په دې پېښه کې د يوۀ بهرني سرتېري د ټپي کېدو سربېره، د هغوى گاډى هم ويجاړ شوى. هرات ولايت په دې وروستيو کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي او د طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ د نښتو سيمه پاتې شوې. | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د ورانکارۍ په تور بهرنيان نيولي 01 فبروري, 2006 | خبرونه په نيمروز ، کونړ او فارياب کې وژنې شوي21 اکتوبر, 2005 | خبرونه د هرات ځانمرگي بريد درې کسان ووژل08 اپريل, 2006 | خبرونه په هرات کې په لسگونو کسان وژل شوي30 اپريل, 2007 | خبرونه په هرات کې د ټلوالې يو سرتېرى وژل شوى27 اپريل, 2007 | خبرونه په هرات کې څلور پوليس وژل شوي25 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||