|
افغانستان د ورانکارۍ په تور بهرنيان نيولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د تره گرۍ ضد پوليسو د نيمروز په ولايت کې څلور تنه بهرنيان د ورانکارۍ په شک نيولي دي . په نيول شويو کسانو کې يو عراقي او يو ايرانى هم شامل دي . د کورنيو چارو د وزارت وياند يوسف ستانيزى وايې چي نيول شوي کسان د ايران له خاورې نه افغانستان ته ننوتي او په کندهار کې يې له طالبانو سره د يو ځاې کيدو تکل درلود نيمروز د افغانستان په لويديز له ايران نه تر ډيره د قاچاقو په ډول د واريديدونکو توکو د سوداگرۍ مهم مرکز او په عين حال کې داسې سرحدي سيمه ده چې د هلمند ، کندهار ارزگان او زابل د ناکراره سويلي ولايتونو په لور ترى لارې غزيدلې دي . د سې شنبې په ورځ د ورانکارۍ په شک نيول شوي څلور تنه بهرنيان هم ددغه ولايت په مرکز زرنج کې چې د ايران پولي ته ورڅيرمه ښارگوټى دى ، د پوليسو په لاس کيوتي دي . د کورنيو چارو د وزارت وياند يوسف ستانيزي بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې په نيول شويو کسانو کې د يوه عراقي او يوه ايراني د شته والي تر څنگه د دې خبرې پخلى هم وکړ چې گواکې نيول شوي کسان د ايران له خاورې نه افغانستان ته ننوتي دي . (( د نيمروز په ولايت کې پرون د پوليسو له لورې څلور تنه بهرنيان نيول شوي چې يو يې عراقى ، دوه يې د پاکستاني کشمير اوسيدونکي او څلورم يې يو ايرانى دى . په دې سربيره د تيرې جمعې په ورځ پوليسو همدغلته يو پاکستانى هم نيولى دى . دوى ټول له ايران څحه راوښتي دي . اوس له دوى نه پوښتنې گرويگنې روانې دي . سمدستي دا معلومه شوې چې دوې په غيرې قانوني ډول او د ورانکارۍ لپاره افغانستان ته راغلي دي .)) ښاغلي ستانيزي د نيول شويو بهرنيانو د ورانکاريو د موخو په اړه د جزياتو ورکړه د پوښتنو گرويگنو د بشپړيدو تر مهاله له وخته وړاندې خبره وبلله او يوازې دومره يې وويل چې دوې د کندهار ښار ته د تلو او هلته له طالبانو سره د يو ځاې کيدو تکل درلود . که څه هم چې افغان چارواکي له اوږدې مودې راهيسې دا تور لگوي چې گواکي ورانکاري له بهر نه د ويرې اچونې لپاره افغانستان ته راځي او يا دا چې روزنه او سمبالتيا يې په بهر کې کيږي ، خو دا لومړى ځل دى چې په دې لړ کې لږ تر لږه د لارې په توگه مخامخ د ايران يادونه کيږي . اوس که چيرې وموندل شي چې دغو کسانو په ريښتېا هم له طالبانو سره يو ځاې کيدل غوښتل نو معنى به يې دا وي چې طالبانو په نورو اسلامي هيوادونو کې د جگړې لپاره د سرتيرو د موندلو تر څنگه دا مهال د عراقي حکومت له مخالفانو سره هم اړيکي جوړې کړيدي . ها خوا د ځانمرگو بمي بريدونو او د سړک د غاړې د چاودنو په برخه کې د طالبانو وروستيو تاکتيکونو لا له وړاندې داسې گنگوسې رامېنځ ته کړې چې گواکې طالبان له يوه کال راهيسې د عراقي مخالفانو تجربې کاروي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||