BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:43 گرينويچ 2008 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ننگرهار کې ځانمرگي بريد ٢٠ کسان وژلي

د ننگرهار په ځانمرگي کې ټپي شوى سرتېرى
په بريد کې ولسوال حاجي زلمى سخت ټپي او سرپرست امنيه قومندان فاروق گړندى وژل شوى دى .
د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون نږدې ٢٠ کسان وژل شوي او له ٤٠ څخه زيات ټپيان دي .

ځانمرگى بريد د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالۍ په کږه سيمه کې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د قومي مشرانو او دولتي چارواکو په يوه غونډه کې شوى چې له امله يې قومي مشرانو او چارواکو ته مرگ ژوبله اړولې ده .

د پېښې عيني شاهدان وايي چې ځانمرګى بريد کوونکى پلې و او غوښتل يې چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي، خو کله چې پرې پوليس پوه شول، نو ددروازې مخې ته يې ځان والوزاوۀ .

د ننگرهار امنيه قومندان سيدعبدالغفار پاچا له پېښې څو ساعته وروسته خبري رسنيو ته وويل چې په دې پېښه کې ولسوال حاجي زلمى سخت ټپي او سرپرست امنيه قومندان فاروق گړندى وژل شوى دى .

نوموړي زياته کړه چې په بريد کې گڼ شمېر کسان وژل شوي، چې اته کسان يې امنيتي کارکوونکي دي .

په سيمه کې عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل ځانمرگى بريد هغه مهال وشو کله چې د نشه يي توکو پروړاندې مبارزې دولتي چارواکي او قامي مشران جرگه شوي ول چې له امله يې د ولسي وگړو په گډون چارواکو او قومي مشرانو دواړو ته مرگ ژوبله واوښته .

په دې بريد کې يو بهرنى وگړى هم ټپي شوى دى، خو دا لا نه ده روښانه چې دغه بهرنى د کوم هېواد وگړى دى .

په پېښه کې ځينې ټپيان د جلال اباد ښار روغتون او ځينې نور بيا په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو روغتون ته وړل شوي دي .

د وسله والو طالبانو ډله چې د افغانستان په سوېل او ختيځ کې د ناټو له ځواکونو سره په جگړه کې بوخت دي ددې پېښې پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .

د يادونې وړ ده چې روان ٢٠٠٨ ميلادي کال هم لکه د تېر کال په څېر د يو لړ ځانمرگو بريدونو شاهد دى .

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې يکشنبې په ورځ ( د اپريل ٢٧، د غويي ٨) په کابل کې د مجاهدينو د برياليتوب د شپاړسمې کاليزې د لمانځنې په پريډ کې افغان ولسمشر او دده د کابينې غړي د وسله والو طالبانو له خوا له شوي وسله وال بريده روغ رمټ ووتل، خو د درېيو کسانو د وژل کېدو سربېره پکې ١١ نور کسان ټپيان شول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت