BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:19 گرينويچ 2007 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ننگرهار کې په بهرنيو ځواکونو ځانمرگى شوى
ننگرهار
چپرهار د ننگرهار يو له نارامو ولسواليو څخه ده
د افغانستان په ختيځ ولايت ننگرهار کې يوۀ ځانمرگي بريد يو ولسي وگړى وژلى او د ناټو ځواکونو يو سرتېرى يې ټپي کړى دى.

په ختيځ کې د ناټو ځواکونو استازي وايي يوۀ سړي په چپرهار ولسوالۍ کې د دوى پر گاډو ځانمرگى بريد وکړ، چې لامله يې د دوى يو گاډي اور واخيست، يو سرتېرى يې ټپي شو او يو عادي سړى ووژل شو.

خو په کابل کې د کورنيو چارو وزارت وايي دوى په بريد کې يوازې د بهرنيو ځواکونو د يوۀ گاډي په ويجاړېدلو خبر دي. بهرنيو سرتېرو او يا ولسي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه د کورنيو چارو وزارت ناخبري ښيي.

خو د طالبانو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل چې په بريد کې د بهرنيو ځواکونو دوه گاډي وران شوي دي او پکې سپارۀ ټول سرتېري وژل شوي دي.

پر بهرنيو ځواکونو باندې په روان کال کې بريدونه زيات شوي دي، چې په افغانستان کې يې د دوى د مرگ ژوبلې شمېره تر بل هر کال لوړه کړې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کندز کې ځانمرگي بريد وشو
10 نومبر, 2007 | افغانستان
د کابل ځانمرگي لږترلږه ١١ وژلي
02 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت