BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:55 گرينويچ 2007 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پکتيکا ځانمرگي بريد افغان پوځيان وژلي

افغان پوځيان
په وروستيو کې پر افغان پوځيانو او پوليسو بريدونه زيات شوي دي
د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه درې افغان پوځيان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي يوۀ سړي چې د افغان ملي پوځ جامې يې پر تن وي د برمل ولسوالۍ په مرکز کې د يوې گډې افغان او ناټو پوځيانو د اډې له مخې ځان والوزاوۀ.

بريد د گډې اډې په دروازه کې نن سهار شوى، چې د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم، درې افغان سرتېري پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو نړيوال ځواکونه چې وايي په بريد کې دوى ته مرگ ژوبله نه ده اوښتي د وژل شويو افغان پوځيانو شمېره څلور تنه ښيي.

د پوليسو يوۀ چارواکي بيا د يوۀ ولسي سړي د وژل کېدلو او دريو نورو ټپي کېدلو خبره هم وکړه.

د دفاع وزارت همدارنگه په يوه بله خبرپاڼه کې وايي چې په زابل کې يې څلور پوځيان د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ټپيان شوي دي. د دوى روغتيايي حالت ښه ښوول شوى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
په پکتيکا کې يو ولسوال ووژل شو
08 اگست, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت