|
'په پکتيکا کې د منځنۍ اسيا اورپکي وژل شوي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نړيوالو ځواکونو په پکتيکا کې د اورپکو داسې يوه ډله له منځه وړې چې وايي ډېرى يې غړي يې د منځنۍ اسيا د پېژندل شوي اسلامپال قومندان طاهر يولداش کسان وو. په پکتيکا کې امنيتي چارواکي وايي چې افغان او بهرنيو ځواکونه دوه شپې مخکې په سروبي ولسوالۍ کې د داسې يوې ډلې پر وړاندې گډ پوځي عمليات وکړل چې له يولداش سره تړلي اورپکي پکې ول. ازبک طاهر يولداش د يوې اسلامپالې ډلې مشر دى چې ډېرى جنگيالي يې له منځنۍ اسيا څخه دي او په افغانستان کې هم جنگېږي. د پکتيکا د والي وياند غمي خان بي بي سي ته وويل له ځمکمنيو عملياتو سره جوخت د نړيوالو ځواکونو الوتکو د اورپکو پر سيمې بمبارد وکړ چې ١٦ کسان پکې ووژل شول. دۀ وويل ډېرى وژل شوي کسان د منځنۍ اسيا کسان دي چې د طاهر يولداش تر مشرۍ لاندې يې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو په ضد جگړه کوله. د عملياتو په ترڅ کې يو تن نيول ژوندى نيول شوى، چې چارواکي وايي ازبک او يا د چيچنيا دى. نيول شوى سړى ناټو ځواکونو له ځان سره بيولى دى. د پکتيکا د پوليسو مشر نبي جان ملاخېل وايي دوى له مخکې د دغو وسله والو په اړه معلومات تر لاسه کړي ول او وروسته له ناټو ځواکونو سره په گډه د هغوى پر وړاندې وخوځېدل. په کابل کې د ناټو ځواکونو وويل دوى په دغو عملياتوکې ښکېل نه ول، او په بگرام کې د امريکا پوځ وايي دوى د داسې کومې پېښې په اړه معلومات نه لري. د خوست، غزني او هلمند پېښې پکتيکا ته نژدې په غزني کې تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې درې طالبان وژل شوي دي. چارواکي وايي دغه پوليس په قره باغ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.خوست کې ناټو ځواکونو يو ماشوم په ډزو وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د قربانيانو خپلوانو بي بي سي ته وويل ماشومانو د نړيوالو ځواکونو سالرنو پوځي اډې ته څېرمه خاشاک ټولول چې سرتېرو پرې ډزې وکړې او يو ماشوم يې ووژل، او دوه نور يې ټپيان کړل. ناټو ځواکونو په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې دوى لا تر اوسه دقيقا نه پوهېږي چې پېښه څه ډول رامنځته شوه، خو وايي چې زيات امکان لري چې ماشومان په هغې سيمې کې گرځېدل چې د سرتېرو د روزنې ساحه وه. په خوست کې همدا ډول نن غرمه يوه چاودنه وشوه، چې چارواکي وايي ښايي له ليرې د کنترولېدونکي بم لامله وي چې پر موټرسايکل ايښى و. په خوست ښار کې دغې چاودنې يوازې درې تنه ولسي خلک ټپيان کړي. چاودنه وروسته له هغه شوې چې د پوليسو څو گاډي له سيمې څخه تېر شول. هاخوا، د هلمند په مرکز، لښکرگاه، کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي وروسته له هغه ځان الوځولى چې د بهرنيو ځواکونو گاډي ورڅخه تېر شوي دي. چارواکي وايي د نن سهار په دغۀ بريد کې يوازې درې ولسي خلک ټپيان شوي او بهرنيو ځواکونو ته پکې زيان نه دى اوښتى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||