|
د کابل ځانمرگي لږترلږه ١١ وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې يوۀ ځانمرگي بريد لږ تر لږه يوولس تنه وژلي، چې په يوه اونۍ کې دويم خونړى بريد په ورته توگه باندې کېږي. دغه بريد سهار هغه مهال د کابل په لويديځ قمبر څلور لاري کې وشو چې د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د عملې موټر له سيمې نه د تېرېدو په حال کې و. د پېښې عيني شاهدان وايي چې کله د پوليسو موټر له سيمې نه خپله عمله اوچتوله يو تن موټر ته ور جگ شو او په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي يې وچول. ځايي هټيوال او خلک وايي چې په پيښه کې تر ١٥ تنو پوليس او عام وگړي وژل شوي او له اتو تنو ډېر ټپيان دي. د کابل د امنيه قوماندانۍ د پنځمې حوزې د پوليسو يوه تن چارواکي چې د خپل نوم له ښودو يې ډډه کوله د وژل شويو کسانو شمېره شپاړس تنه وښوده او ويې ويل چې ډېرى وژل شوي پوليس و. تر اوسه پورې د پېښې د تلفاتو کره شمېره نده ښکاره، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې په دغه بريد کې ١١ تنه مړه او اووه تنه ټپيان شوي دي. د هغه په وينا په وژل شوي کسانو کې شپږ تنه پوليس، دوه تنه ملکي وگړي او درې تنه د ښوونځي زده کوونکي شامل دي. بشري همدارنگه وايي چې ځان وژونکى وړاندې تردې چې موټر ته وخيژي په موټر کې د سپاره يوه تن پوليس لخوا په نښه شوى او وروسته له ټپي کېدو يې بريد کړى دى. په عين حال کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د بريد پړه پرغاړه واخيسته او ويې ويل چې بريد د دوى يوه تن سرتيري عبدالله غازي چې د هلمند ولايت اوسيدونکى و د پوليسو په جامه کې ترسره کړى دى. هغه په دغه بريد کې د دريو تنو ماشومانو او دوو مېرمنو مړينه هم ومنله. د روانې اوونۍ په ترڅ کې دا دويم بريد دى چې د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو په ځواکونو په کابل کې ترسره کيږي، دې ته ورته بريد د تېري شنبه په ورځ د کابل په بهارستان سيمه کې ترسره شو چې شاوخوا دېرش تنه يې ووژل او په لسگونو نور يې ژوبل کړل. | ورسره تړلي نور خبرونه دکابل ځانمرگي دپوځ په لسگونو کسان ووژل29 سپتمبر, 2007 | افغانستان دکابل ځانمرگي يوبهرنى سرتيرى وواژه 21 سپتمبر, 2007 | افغانستان د کابل ځانمرگي يوازې خپل ځان وژلى19 سپتمبر, 2007 | افغانستان په کابل کې پر امريکايي پوځ ځانمرگى بريد وشو31 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||