|
دکابل ځانمرگي دپوځ په لسگونو کسان ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د پوځ لږ ترلږه٢٧ تنه مامورين په يو ځانمرگي بريدکې وژل شوي او نژدې ديرش تنه نور ټپيان شوي دي. پيښه هغه مهال وشوه چې ځانمرگي بريد کوونکي چې ظاهرا د ملي پوځ جامې يې اغوستې وې ځان ددفاع وزارت دمامورينود عملې يو گاډي ته ورنژدې کړ. ملکي خلک هم وژل شوي دي، عيني شاهدانو د پيښې په ځاى کې بي بي سي ته وويل چې دغلته د وزگارو ځوانانو يو ډله د کارموندلو په تمه ولاړه وه چې له چاودنې وروسته يو شمير مړي اوټپيان هلته پراته وو. يو بل عيني شاهد دوه ماشومان وليدل چې دغلته يې سگريټ پلورل او په پيښه کې ژوند له لاسه ورکړ. د سيمې ځينو هيټوالو بيا بي بي سي ته وويل چې له يو کورولا ډولي گاډي يو سړى راښکته او بيادپوځ بس ته پورته شو او سم لاسي يې دچاودنې غږ واوريد. عيني شاهدانو داهم وويل چې ځينې ټپيان يې وليدل چې دبدن غړي يې له لاسه ورکړي وو. خو دا به وروسته څرگنده شي چې څو تنه ملکي خلک په دې بريد کې وژل شوي او يا ټپيان شوي دي. د پيښې په ځاى کې د انسانانو د غوښو ټوټې پرتې وې او د له منځه تللي بس په پاتې شونو کې د وينو او د جامو نښې پر ځاى پاتې دي. پوځيان او پوليسان دقربانيانو دبدن د غوښو په راټولولو بوخت وو . چاودنه دومره زوروه وه چې په نښه شوى بس يې څو ټوټې کړ اود شاوخوا هټيو ښيښې يې ماتې کړي دي . دعملې دغه بس دکابل په څلورمه ناحيه کې دبهارستان سينما په وړاندې په داسې حال کې تر بريد لاندې راغى چې دوزارت په لور روان وو.
له پيښې سم لاسي وروسته د نړيوالو مرستندويه ځواکونو ايساف،ملي پوځ او د پوليسو ډلگيو د پيښې سيمه کلا بند کړه اود خبريالانو په گډون يې څوک نه پريښودل چې د پيښې ځاى له نژدې وگوري. خو وروسته يې بيا خبريالانو ته اجازه ورکړه خو د پيښې له ځايه يې قربانيان ليږدولي وواو يوازې نښې نښانې پرځاى وې. دبس ټوټې د ملي دفاع د وزارت دکارکونکو له خوا بل ځاى ته وليږدول شوې . افغان امنيتي چارواکو ددې بريد پړه بيا هم د سولې او ټيکاو پر دښمنانو واچوله . د افغانستان پارلمان دغه بريد وغانده او ولسي جرگې ته يې د پلټنو لپاره د کورنيو چارو د وزير دغوښتلوغږوکړ. دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجامد بي بي سي ته وويل چې دغه بريد ددوى يوملگري تر سره کړى دى چې د کابل اوسيدونکى وو . وياند وويل چې دې بريد کونکي د ملي پوځ يو بس ته له ورپورته کيدو نه سم لاسي وروسته ځان الوزولى دى. ښاغلي مجاهد ادعا وکړه چې د ملي پوځ ٣٠ تنه مامورين يې وژلي دي . دتلفاتو له پلوه په دې وروستيو مياشتو کې دادطالبانو ترگردو زور ور بريد گڼل کيږي . د افغانستان په تاوتريخوالي کې ځانمرگي بريدونه نوې خبره نه ده .وخت ناوخت ددغه ډول پيښو خبرونه اوريدل کيږي . خوپه يوه کال کې دادوم ځل دى چې په کابل کې د افغان امنيتي کسانو عمله له ځانمرگي بريد سره مخامخ کيږي. په تيرو مياشتو د کابل د پوليسو د اکاډمۍ يوبس له ورته بريد سره مخامخ شو چې د پوليسو د اکاډمۍ په لسگونو افسران يې ووژل. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||