BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:10 گرينويچ 2007 ,10 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کندز کې ځانمرگي بريد وشو

طالبان وايي د بريد موخه يې په کندز کې الماني ځواکونه وو
د طالبانو د ادعا خلاف، په کندز کې د ناټو ځواکونو يوۀ وياند وويل چې دوى نه د بريد نښه و او نه مرگ ژوبله ور اوښتي ده
يوۀ ځانمرگي بريد د افغانستان په شمال کې په کندز ښار کې يو سړى وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندز د پوليسو مشر ايوب سالنگي وايي يو گاډى چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک شوى و د شنبې پر سهار د باغ بي بي په سيمه کې وچاودېد چې د بريد کوونکي سربېره يو ولسي سړى هم ووژل شو.

وژل شوى سړى اتيا کلن بوډا ښوول شوى. په دوو ټپيانو کې يو د سيمه ييزو استخباراتو مامور دى.

چارواکي وايي نه پوهېږي چې د بريد موخه به څوک و، خو وايي چې له چاودېدونکو توکو ډک گاډى د دوى تر څارنې لاندې و.

د طالبانو يوۀ وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل بريد دوى کړى او د ناټو ځواکونو دوه گاډي يې له منځه وړي او څو سرتېري يې ور وژلي دي.

خو په کندز کې د ناټو ځواکونو يوۀ وياند وويل چې دوى نه د بريد نښه و او نه مرگ ژوبله ور اوښتي ده.

د افغانستان شمال په پرتليزه توگه د هېواد تر ټولو ارامه سيمه ده، خو خال خال د تاوتريخوالي پېښې پکې کېږي. همدلته تر ټولو خونړۍ پېښه په بغلان ولايت کې د تېرې اوونۍ چاودنه وه چې تر ١٥٠ زيات خلک يې ووژل او يا ټپيان کړل. په وژل شويو کې شپږ تنه د ولسي جرگې غړي هم شامل وو.

ورسره تړلي نور خبرونه
دايساف سرتيرى په شمال کې وژل شوى
09 نومبر, 2007 | افغانستان
په کندز کې ځانمرگي پوليس وژلي
04 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو
30 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت