BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:39 گرينويچ 2007 ,26 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزي او رحمان د دوستۍ پل پرانسته
د دوستۍ په نامه نوى پل
د دوستۍ په نوم د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ددغه پله جوړېدل له څو پلوه د امريکا لپاره هم مهم گڼل کيږي
افغان ولسمشر حامد کرزي له خپل تاجک سيال – امامعلي رحمان سره په گډه د آمو پر سين يو لوى پل چې د امريکا په مالي مرسته جوړ شوى پرانسته.

دغه پل به چې د دوستۍ په نامه يادېږي، د افغانستان د کندز ولايت د تاجکستان له ختلان سره نښلوي اوپه دې ډول به دواړو هيوادو ترمنځ تگ راتگ چې نژدې پرې و، خورا آسان کړي.

تر اوسه دغلته پر سين د تېرېدو او مالونو د وړلو راوړلو له پاره يوازې له بېړيو نه کار اخيستل کېده، چې کله ناکله به نه چلېدې. امريکاييان هيله من دي چې دا پروژه به، چې دوى يې د ورېښمو د لرغونې لارې بيا موندل شوې کړۍ بولي، د سيمې کمزوري اقتصادونه وغوړوي.

خو نوى پل دغه راز له افغانستان نه د نشه يي توکيو د قاچاق پر مهمه لار جوړ شوى، چې د ځنيو له نظره ښايي له دې پلوه د اندېښنې وړ شي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزير امين فرهنگ وايي د دوستۍ په نوم د افغانستان او تاجکستان د هيوادونو ترمنځ جوړ شوى دغه پل او پخوا د آمو د سين پر سر جوړ شوي پلونه به افغانستان ته لوى ترانزيتي ارزښت ورکړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي له خپل تاجک سيال – امامعلي رحمان
دغه پل ، له څو اړخه د دواړو هيوادونو او له لويه سره سيمې ته د ارزښت وړل بلل کيږي

د سوداگرۍ وزير وويل د سويلي او مرکزي آسيا د هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ د پرمختيا څخه به افغانستان ته د ترانزيت له کبله په کال کې په ميلونونه ډالره گټه واوړى .

خو څنگه چې زموږ همکار متين سمسور په دغه رپوټ کې کاږي دغه پل پر افغانستان سربيره د سيمې هيوادونو او امريکا ته هم گټه رسوي .

د کندز ولايت د شيرخان په سيمه کې دامريکا په شاوخوا ٣٧ ميليونو ډالرو مالي لگښت سره د آمو پر سين د افغانستان او تاجکستان ترمنځ جوړ شوى دغه پل ، له څو اړخه ددواړو هيوادونو او له لويه سره سيمې ته د ارزښت وړل بلل کيږي .

د افغانستان د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ وايي دغه پل او لا له وړاندې نه د آمو پر سين جوړ شوي نور پلونه به د منځنې او سويلي آسيا ترمنځ د افغانستان هغه ترانزيتي ارزښت بيرته وروگرځوي چې د وريښمين د لارې پر مهال يې درلود .

امين فرهنگ
د چارو کارپوهان، افغانستان او سېمې کې پرتو هيوادونو اقتصادي پرمختگ لپاره ددغه پله ازښت ډير گڼي

ددغه پله په جوړېدو سره د هند او پاکستان په گډون د سويلي آسيا هيوادونه به وکولي شي چې د خپلو توليد شويو شيانو د خرڅلا لپاره د منځنې آسيا بازارونو ته لار ومومي او په بدل کې به يې دغه هيوادونه دا شونتيا ومومي چې د سويلي آسيا پر اړمنو هيوادونو باندې خپل گاز او برښنا وپلوري .

ښاغلى فرهنگ وايي د سيمې د هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ په گړندي کيدو سره به افغانستان ته د ترانزيت له کبله ډيره اقتصادي گټه ورسيږي .

بلي خوا ته د افغان چارواکو په وينا د آسيايي بانک په لگښت سره به د قراقرم له لارې له پاکستان څخه چين ته غزيدلى سړک به د بدخشان ولايت د کشم له لارې د افغانستان له حلقوى سړکونو سره ونښلول شي . د افغانستان د اقتصاد د وزير په وينا په دې کار سره به د سيمې هيوادونه د سړکونو په يوه جال کې سره گډ شي .

خو دغه پل داسې ځاى جوړ شوى چې له افغانستان نه بهر ته د نشه يي داروگانو د قاچاقو سيمه هم بلل کيږي . ځيني وايي دا خطر هم شته چې ښايي د نشه يي داروگانو قاچاق کونکي په فساد کې د ښکيلو ادارې او امنيتي چارواکو د مرستې په مټ له پله څخه تاجکستان او له هغه نه اروپا ته د نشه يي توکو د قاچاقو لپاره هم کار واخلي .

د نشه يي داروگانو په چارو کې يو افغان کارپوه سيد اعظم په دې اړه انديښه پرځاى بولي ، خو وايي په پله کې د نيو ل کيدونکو کلکو امنيتې تدبيرنو له کبله فکر نه کوي چې دغه خطر دې ډير جدي وي .

د دوستۍ په نوم د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ددغه پله جوړېدل له څو پلوه د امريکا لپاره هم مهم گڼل کيږي . يو شميرکسان وايي د پل جوړېدل ، دسيمې هيوادونو ته دامريکا هغه هڅې څرگندوي چې دسيمې له هيوادونو سره د مرستې او د هغوى د اقتصادي غوړيدا لپاره يې لري .

بل لورې ته دا پل امريکا ته د پوځې ارزښت لرونکى هم بلل کيږي چې وايي امريکا کولي شي د څمکې له لارې تاجکستان کې شته خپلې پوځي اډې څخه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په جگړې کې بوختو خپلو ځواکونو سره لوژستيکي او اکمالاتي مرسته وکړي .

خو د چارو کارپوهان تر دې ټولو ، افغانستان او سېمې کې پرتو هيوادونو اقتصادي پرمختگ لپاره ددغه پله ازښت ډير گڼي چې وايي دغه کار به هغه مهال شونى شي چې افغانستان کې امنيت او ټيکاو باوري شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت