|
تاجکستان پر امو سيند درې بندونه تړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تاجکستان له ترکيې سره يو تړون لاسليک کړی دی چې د افغانستان په پوله د امو پر سيند باندې د رې بمدونه په ګډه سره جوړ کړي . دغه بندونه به تر ډيره د برېښنا د توليدولو لپاره وي . تمه ده چې د دغو درو سرو بندونو پر جوړولو به تر ٦ ميليارده ډالرو ډير لګښت راشي . تاجکستان هيله من دى چې توليد کړې برېښنا به پر افغانستان او پاکستان پلوري . په دې وروستيو کې افغانستان او پاکستان په جلا غونډو کې له تاجک چارواکو سره د برېښنا د پيرنې په باب خبرې اترې لرلې . تاجکستان ته د افغانستان د اوبو او برىښنا د وزير محمد اسماعيل خان د وروستيو وختونو په سفر کې په دې باب ډيرې خبرې شوې وې . د افغانستان په ځينو شمالي سيمو کې له ٢٠٠٢ کال نه راهيسته د تاجکستان له برېښنا څخه گټه اخيستل کيږي تمه ده چې د افغانستان نورو سيمو ته هم له تاجکستانه برېښنا واخيستل شي. بل پلو په سعودي عربستان کې د اسلامي کانفرانس په ترڅ کې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره د خبرو په ترڅ کې د برېښنا په باب خبرې کړې وې . پاکستان غواړي چې د افغانستان له لارې د تاجکستان برېښنا ترلاسه کړي . په يوۀ بل خبر کې نړيوال وجهي صندوق د پورونو د بخښلو د پروګرام له عملي کيدو سره پريکړه کړې ده چې تاجکستان ته ورکړي ټول پورونه وبخښي . د نړيوال وجهي صندوق له پريکړې سره سم هغه ټول پورونه چې د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ تر ١ نېټې پورې نه دي ورکړل شوي بخښل شوي دي . د تاجکستان د تلويزيون د خبر په بنسټ له نړيوال وجهي صندوق څخه تاجيکستان نژدې ٩٩ ميليونه ډالره پوروړی و . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان له تاجکستان نه برېښنا اخلي 10 دسمبر, 2005 | خبرونه از بكستان له درې ورځو راهيسې په مزار شريف برښنا قطع كړې06 جنوري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||