|
افغانستان له تاجکستان نه برېښنا اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان او تاجکستان د برښنا او انرژۍ په سکتور کې د همکارۍ د زياتولو په لارو چارو خبرې کړي . د دواړو ملکونو تر منځ دا خبرې تاجکستان ته د افغانستان د اوبو او برښنا د وزير مجمد اسماعيل ددرې ورځني سفر په مهال شوي . تمه ده ، د دواړو هېوادونو مربوط چارواکي به پدې برخه کې سره موافقې لاس ليک کړي . د تاجکستان له لومړي وزير عاقل عقلف سره له غونډې وروسته د افغانستان د اوبو او برښنا وزير د تاجکستان د انرژۍ د توليد ځينې څانگې کتلي . د تاجکستان د انرژۍ د څانگې يوۀ چارواکي رشيدگلف ويلي چې ښاغلي اسماعيل خان دتاجکستان د انرژۍ د څانگې له چارواکو سره د خبرو په مهال د برښنا او د طبعي غاز د ليږدولو په اړه مسلو باندې غږيدلي دى . د افغانستان په ځينو شمالي سيمو کې له ٢٠٠٢ کال نه راپديخوا د تاجکستان له برښنا څخه استفاده کيږي خو اوس په پام کې ده چې د افغانستان نورو سيمو ته هم له تاجکستان څخه برښنا وغزول وشي. برسيره پدي تاجکستان ته د ښاغلي اسماعيل خان د سفر په مهال د د پنج د سين په اوږدو کې د دواړو ملکونو له خوا د برښنا د توليد په يوه گډه پروژه باندې هم روغه شوي د لومړنيو څيړنو ترمخه، په دغه پروژۀ به نزدي درې اعشاريه پنځه ميليارده امريکا يي ډالره لگښت راځي ، لدې کبله دواړه هېوادونه به د پروژې د بشپړولو لپاره د بهر نۍ پانگې کارونې ته هم اړتيا ولري د افغانستان او تاجکستان د انرژي دتوليد څانگو دغه پروژه د دواړه ملکونو په گټه گڼلې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||