BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:39 گرينويچ 2005 ,06 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
از بكستان له درې ورځو راهيسې په مزار شريف برښنا قطع كړې
News image
ددغه ښار اوسيدونكي وايي چې په دې درې ورځو كې كې توليدي فابريكې له كاره پاتې دي
مزار شريف چې د هيواد په شمال كې تر ټولو ستر صنعتي ښار دى له درې ورځو راهيسې د بريښنا د نشتوالي له امله ډيرې شخصي او دولتي پابريكې له توليده پاتي دي چې د كاركونكو په وينا يې كار په زياتره پابريكو كې په ټپه ولاړ دى ، خو د مزار شريف عام ښاريان بيا له دولت غوښتنه كوي چې د بريښنا ستونزه يې ژر تر ژره له ګاونډي ازبكستان سره اواره كړى.

ددغه ښار دوه تنه اوسيدونكى ګلبدين او ذبيح اله رشيدي وايي چې د سوون توكي ډير قيمته دي او دوى ددې وس نه لري چې په دې ساړه ژمي كې دغه توكي برابر كړي.

مزار شريف ته له ګاونډي ازبكستان څخه بريښنا د يو تړون په ترڅ كې چې د دواړو هيوادونو تر منځ لاسليك شوى وو راغزول شوې وه چې اوس د بريښنا چارواكي وايي چې د نوموړي تړون نيټه پاى ته رسيدلي نو له كبله يې ګاونډى هيواد اړ شوو چې بريښنا قطع كړى.

د بلخ ولايت د بريښنا ريس انجينر محمد ناصر وايي چې د ازبكستان هيواد ورته ويلي دي چې تر هغه به بريښنا د مزار شريف پر ښار بنده وي چې د دواړو هيوادونو تر منځ نوى تړون نه وي لاسليك شوى او زياتو ي چې په دې اړه د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان د انرژى له وزير تورن محمد اسماعيل خان سره غږيدلى دى او هغه ژمنه كړې چې د ازبكستان له سفير سره به يې په كابل كې ډير ژر ستونزه اواروي.

افغانستان د ۲۰۰۳م ميلادي كال له اكتوبر څخه بيا د تير ميلادي كال د وروستۍ مياشتې پورې له درې مليونه او يوسلو لس زرو امريكايي ډالرو څخه زياتې پيسې نوموړي هيواد ته د بريښنا به بدل كې ورليږ دولي او هيڅ پور يې پر افغانستان نه دى پاتې.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت