|
د تاجکستان ولسمشر افغانستان ته سفر وکړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تاجکستان دافغانستان شمالي گاونډى دى اوتاجکان دې ته ليوال دي چې دافغانانوملاتړترلاسه کړي. دواړه هيوادونه به په سوداگريزواړيکوخبرې وکړي اودنشه يي توکودقاچاق دمخنيوى لپاره به گامونه واخلي. تاجکان اوافغانان سره وروڼه دي چې نږدى ژبني کلتوري اوديني اړيکي سره لري. تاجکستان لومړنى هيوادووچې په ٢٠٠١ کال کې ېې دطالبانوترپرزيدووروسته په کابل کې خپل سفارت پرانيست اوافغانستان ته دارزښتناک ملگري په سترگه گوري. تاجکان همدا اوس دافغانستان له لورې نه غنم غوړي اوداړتيانورشيان رانيسي اونارينه يې افغانستان ته دکاراوزيارلپاره درومي. تراوسه پورې خودترانسپورت ډيره برخه د لاسي جوړوشوو وړوبيړيوله لارې ترسره کيږي .خو راتلونکې مياشت به په هغه پله کارپيليږي چې ددواړوهيوادونوترمنځ مهم پل دى اودشوروى اتحال پرمهال دنسلونوپه ترڅ کې تړلى وو. داپل ديوه نرى سيندپه غاړه جوړشوى وو. خودلته دغيرقانوني سوداگرى په اړه هم انديښنې شته.هغه اپين چې په افغانستان کې جوړيږي له همدې لارې نه تيريږي اوپه زياته کچه اروپاته رسيږي. تاجاکان له روسيې نه دپولې دساتلواوکنترول چاره پخپل لاس کې اخلي.ډير سيمه ايزخلک ويره لري چې دابه له پولې نه دنشه يي توکوقاچاق اوسوداگرى لازيات کړي .دامريکې متحده ايالتونه هم دامسله جدي نيسي اوهغوساتونکوته روزنه اووسايل ورکوي چې دااوږده اولرې پرته سيمه ټينگه وساتي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||