|
دايساف سرتيرى په شمال کې وژل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې ميشت دنړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونويو سرتيرى د دغه هيواد په شمال کې وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى. د ايساف له خوا په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي دي چې پوځيان هغه مهال ژوبل شول چې دواټ د غاړې بم د پنجشنبې په ورځ ددوى يو گاډى والوزاوو. که څه هم خبرپاڼې د قربانيانو پيژندگلوي نه ده کړې خو په پرتليز ډول ارامه شمالي ولايتونو کې د جرمني سرتيري ميشت دي. په شمال ختيځ کې کندوز او په شمال کې سمنگان خورا ارامه ولايتونه گڼل کيږي او وسله وال تاوتريخوالى په هغه کچه په کې نشته څومره چې په نورو ولايتونو کې ليدل کيږي. په دغو سيمو کې دجرمني پوځيان له افغان دولت سره د سوله ساتنې او بيارغاونې د چارو د پرمخ بيولو په برخه کې مرسته کوي . جرمني په په افغانستان کې بيا بيا تر نيوکو لاندې راغلى چې پوځيان نا ارامه سوېلي ولايتونو ته نه استوي . خويوه اونۍ وړاندې د جرمني لومړۍ وزيرې انگلا مرکل کابل ته د خپل لومړي سفر په لړ کې چمتوالى وښود چې د اړتيا پرمهال به له شمالي سيمو څخه سوېلي هغو ته پوځيان واستوي. نږدې درې ورځې وړاندې د کندز په گاونډ بغلان کې د افغانستان د ولسي جرگي پر غړو يو بريد ترسره شو چې چارواکي يې ځانمرگي بولي. په دغه بريد کې د پارلمان د٦ استازو په گډون ٨٥ تنه ماشومان،ښوونکي او عام وگړي ووژل شول او ١٢٠ تنه نور ټپيان شول. که څه هم وسله والو طالبانو له خپل لورې دبريد پړه نه ده منلې بلکي دغه بريد يې په کلکه غندلى هم دى. خو افغان دولت بيا دغه بريد ځانمرگى او د وسله والو طالبانو کار بللى دى. افغان ولسمشر حامدکرزي تر بريد يوه ورځ وروسته د پيښې د لاملينو او لاملونو د جوتولو په موخه سيمې ته ديو لوړپوړي دولتي پلاوي د ليږلو خبره وکړه. عيني شاهدان وايي تر بريد وروسته پوليسو هم ډزې کړي چې خلکو ته په کې زيان رسيدلى دى . خو تراوسه لا د دې پېښې اصلي لامل نه دى په ډاگه شوى. | ورسره تړلي نور خبرونه بغلان:د قربانىانو پاتې شوني کيسې کوي08 نومبر, 2007 | افغانستان دپارلمان وژل شوي غړي خاوروته وسپارل شول08 نومبر, 2007 | افغانستان نړيواله ټلواله وايي ١٠ طالب سرتيري يې نيولي08 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||