BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2007 ,08 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دپارلمان وژل شوي غړي خاوروته وسپارل شول

بغلان بريد
دبغلان په بريد کې چې دسې شنبې په ورځ وشو د سيمه ييزو ډاکټرانو په ويناد ولسي جرگې د٦ استازو په گډون ٨٥ تنه وژل شوي او١٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
د بغلان په بريد کې د ملي جرگې د وژل شو استازو له منځه د پنځه تنو مړي د ملي جرگې ودانۍ ته نژدې په دارالمان کې خاورو ته وسپارل شول .

دهلمند ولايت داستازي انجينر عبدالمتين مړى يې خپل اصلي ولايت ته دهغه د خپلوانو په غوښتنه وليږداو.

دبغلان په بريد کې چې دسې شنبې په ورځ وشو د سيمه ييزو ډاکټرانو په ويناد ولسي جرگې د٦ استازو په گډون ٨٥ تنه وژل شوي او١٢٠ تنه نور ټپيان شوي دي .

دوژل شواو ټپيانو ترمنځ دښونځيو زده کونکي ، ښونکي او نور سيمه ييز عادي وگړي ډير دي.

دولسي جرگې د استازو د جنازې مراسم دارالمان د ماڼۍ ترڅنگ ترسره شول .
په مراسمو کې افغان ولسمشر حامد کرزي گډون نه درلود .

د ولسمشر وياند وويل چې ښاغلى کرزى دمهمو دولتي بوختياو له کبله د جنازې مراسمو ته نه دى ورغلى او امنيتي دليل يې رد کړ.

همايون حميد زاده بي بي سي ته وويل چې افغان ولسمشر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو ته امر وکړ چې د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي .

ددغو استازو ٥ تنه ساتندويان هم دولسي جرگې د وژل شو غړو ترڅنگ ددارالمان ودانۍ ته څيرمه په يو خړ ډاگ کې خاورو ته وسپارل شول.

دجنازې لمونځ د سني او شيعه فرقو ددوه مذهبي مشرانو له خوا ددواړو اسلامي ډلو له دودسره سم ترسره شو.

دمتحدې جبهې مشر برهان الدين رباني گډون والو ته وينا وکړه .ده غوښتنه وکړه چې ددغې خونړۍ پيښې عاملين بايد ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.

(( تاويل ما ويل ډير دي خو تا ويل ما ويل بايد يوه خوا پريږدوږزه باور لرم چې امنيتي ډلې دا موضوع څيړي چې عاملين يې ونيول شي.

زه باور لرم چې درښتنو پلټنو وروسته به وژونکي ، دسيسه جوړونکي ، جنايتکاران او ترهگر ونيول شي.))

په دې مراسمو کې د الله اکبر نارو او د ويرجنو گډونوالو ټيل ماټيل امنيتي چارواکي دې ته اړويستل چې هديرې ته دلوړپوړو چارواکول د ورتگ مخه ونيسي .

له دې مراسمو يوه ورځ د مخه د متحدې جبهې مشر برهان الدين رباني په يوه خبري غونډه کې د نن ورځې په پرتله خورا له قهره ډک غبرگون ښودلى وو.

هغه ويلي وو چې د ټلوالې د وياند مصطفى کاظمي په بدن د ټوپک د گوليو نښې دوى سخت په انديښنو کې اچولي دي .

په دې پيښه کې د ملکي افغانانو چې ډيرى يې د ښونځيو زده کونکي ، ماشومان، ښونکي او قومي مشران وو وار له مخه د بغلان په ولايت کې خاورو ته سپارل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د افغانستان تر ټولو بدې بمي پېښي
07 نومبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت