|
د بغلان چاودنې د ولسي جرگې غړي وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې يوې درنې چاودنې په لسگونو خلک وژلي، چې شپږ تنه پکې د ولسي جرگې غړي دي. د مرگ ژوبلې د کره شمېرې په اړه ضد او نقيض خبرې کېږي، چې له ١٣ آن تر ٩٠ پورې ښوول کېږي. د پېښې دقيق لامل تر اوسه نه دى معلوم. ځينې چارواکي يې ځانمرگى بريد بولي او نور يې له ليرې د کنترولېدونکي بم چاودنه. په وژل شويو کې تر ټولو وتلې څېره د ولسي جرگې د يوې کمېټې مشر او د سوداگرۍ پخوانى وزير مصطفى کاظمي و. دى د پخوانۍ شمالي ټلوالې يو پياوړى غړى و چې په وروستيو کې د يوې بلې حکومت ضد ټلوالې، ملي جبهې، وياند و. له ښاغلي کاظمي پرته د ولسي جرگې پنځه نور غړي هم وژل شوي دي. د پېښې نور قربانيان ډېرى ولسي خلک ښوول شوي. خو د چاودنې په ځاى کې د ولسي جرگې له غړو سربېره، سيمه ييز چارواکي، له کابله ورغلي جگپوړي چارواکي او عادي خلک هم وو. بريد د بورې جوړولو په يوه فابريکه کې د هغې د پرانيستې په غونډه کې شوى. د ولسي جرگې يوې ډلې له دغۀ ځايه د خپل هغۀ پلان د برخې په توگه ليدنه کوله چې د شمال ختيځو ولايتونو د اقتصادي ارزونې لپاره يې هلته سفر کړى و. د بغلان والي محمد عالم اسحاقزي بي بي سي ته وويل تر اوسه پورې د دوى د معلوماتو له مخې، ١٣ کسان وژل شوي او تر ٧٠ زيات ټپيان دي. دۀ د بريد لامل ځانمرگى بريد وبالۀ، خو د ولسي جرگې يوۀ غړي عبد المجيد چې د پېښې پرمهال همالته و وويل دا له ليرې د يوۀ کنترولېدونکي بم چاودنه وه. دۀ زياته کړه چې په چاودنه کې گڼ شمېر ماشومان هم وژل شوي دي. طالبانو په دغې پېښې کې خپل لاس لرل رد کړي. د طالبانو يوۀ وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل دوى دغه بريد چې ولسي خلک يې وژلي غندي. ولسي جرگې په يوه بېړنۍ غونډه کې دغه چاودنه غندلې او درې ورځې ملي ماتم يې اعلان کړى. ولسمشر حامد کرزي هم په يوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې دغه بريد د اسلام او بشريت ضد د ترهگرۍ عمل گڼلى. دغې خبرپاڼې د ولسي جرگې د شپږو هغو غړو نومونه هم په ډاگه کړي دي چې په بريد کې ووژل شول. دوى مصطفى کاظمي، عبد المتين، حاجي صاحب الرحمن، حاجي محمد عارف ظريف او صبغت الله ذکي ښوول شوي. دا په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان پر نوي نظام تر ټولو مرگونى گوزار دى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||