|
وحيدي: دوه ځانمرگي بريد کوونکي مو ونيول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ختيځ کونړ والي سيد فضل الله وحيدي ادعا کوي چې دوه ځانمرگي بريد کوونکي يې نيولي دي چې په وينايې يو ددې ولايت د مرکز اسعداباد او بل د گاونډي هېواد پاکستان اوسېدونکى دى . هغه زياته کړه چې ياد شوي کسان تېره ورځ د چارتراشو لرګيو د انتقال د غوښتنليک اخيستلو په پلمه د ولايت د مقام او امنيه قوماندانۍ شاوخوا سيمو ته راغلي وو، د ځاى او د چارواکيو د تګ راتګ وخت يې معلوماوه . والي وويل چې له دغو کسانو څخه پوليسو له چاودېدونکيو توکيو ډک د ځانمرګي بريد واسکټ، دوه لاسي بمونه او د پوليسو يوه دريشي ترلاسه کړي دي . بل پلو د مۍ په ٤ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دغو ځانمرگو بريد کوونکو غوښتل چې د غويي پر ١٥ د کونړ ولايت پر امنيه قومندان ځانمرگى بريد وکړي . د خبرپاڼې پروينا دغه کسان له بريده وړاندې ونيول شول . دا په داسې حال کې ده چې د اپريل پر ٢٩ په څنگلوري ننگرهار ولايت کې يوه ځانمرگي بريد کوونکي لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله واړوله . د کونړ په وټه پور کې وسله واله نښته شوې بل خوا په کونړ کې مېشت بهرني ځواکونه وايي د بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې اووه کسان وسله والو طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي . دغه نښته د ختيځ کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې شوې ده . په کونړ کې مېشتو امريکايي پوځيانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نښته هغه وخت پيل شوه کله چې په نوموړي ولايت کې د ولايتي بيارغاونې يا پي ار ټي ډلې پوځيانو د وټه پور په ولسوالۍ کې پر گزمه بوخت ول . د خبرپاڼې پروينا دغه کسان د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل، چې بيا وروسته د افغان او ايساف ځواکونو تر بريد لاندې ونيول شول . خبرپاڼه زياتوي د ايساف او افغان ځواکونو د وسله والو پټنځايونه تر بريد لاندې ونيول چې په پايله کې اووه کسان وسله وال ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول . د خبرپاڼې پروينا افغان او ايساف ځواکونو ته هېڅ مرگ ژوبله نه ده اوښتې . وسله والو طالبانو دغه نښته تاييد کړې او ادعايې کړې چې د ايساف ځواکونو ته يې هم مرگ ژوبله اړولې ده، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د ايساف يو سرتېرى مړ درې ټپيان شوي دي 03 مۍ, 2008 | خبرونه په کونړ ولايت کې ١٢ وسله وال وژل شوي28 اپريل, 2008 | خبرونه ' وسله وال طالبان دې دکاندارن نه وژني '17 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||