BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
' وسله وال طالبان دې دکاندارن نه وژني '

کونړ
د کنړ ولايت ماڼوگي ولسوالۍ که څه هم تل د جنګ جګړو او وسله والو بريدونو شاهده وي خو داډول وژنو يې په ولس کې ډېرې اندېښنې راټوکولې دي .
د عامو وگړو وژنه په ولس کې اندېښنې راپيداکړې او خلکو له وسله والو طالبانو غوښتي چې دکانداران دې نه وژني.

افغان چارواکي ورته وژنې د وسله والو طالبانو کمزوري بولي او وايي چې بې دفاع خلک وژني .

د ماڼوکي ولسوالۍ په کوړنګل سيمه کې دواړه قصابان قصابه شوي . په چړو وهل شوي او سرونه يې غوڅ شوي دي .

که څه هم وسله وال طالبان دغه وژنه له خپله لوري نه بولي خو ځايي چارواکي او ځينې سيمه ييز وګړي وايي چې ورته وژنې د طالبانو کار دى .

دغو دواړو وژل شويو قصابانو په ماڼوگي ولسوالۍ کې مېشتو ناټو ځواکونو ته غوښه ورکوله اوخپل خپلوان يې وايي چې وړاندې هم وسله والو طالبانو په دې کار ګواښلي وو .

تر دې وړاندې ددې هېواد په يوه بل ولايت زابل کې يوځايي قصاب وسله والوطالبانو برمته کړ او غوښتنه يې دا وه چې پر افغان چارواکو دې غوښې نه پلوري .

د کنړ ولايت ماڼوگي ولسوالۍ که څه هم تل د جنګ جګړو او وسله والو بريدونو شاهده وي خو داډول وژنو يې په ولس کې ډېرې اندېښنې راټوکولې دي .

خلک وايي چې ځايي دکانداران پر هرچا د توکو د پلورلو حق لري او وسله وال طالبان بايد له سيمه ييزو وګړو داحق وانخلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت