BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:12 گرينويچ 2008 ,03 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ايساف يو سرتېرى مړ درې ټپيان شوي دي
ناټو سرتېري په افغانستان کې
په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له ړنگېدو ددې وژل شوي پوځي په گډون په افغانستان کې د برتانوي وژل شوو سرتېرو شمېره ٩٥ کسانو ته رسيږي .
په سوېلي هلمند ولايت كې د برتانوي ځواكونو يوه وياند وويل چې سرتېري په ګزمه بوخت وو چې د سپرلۍ ګاډى يې پريوه ښخ شوي ماين وخوت .

په دغه چاودنه كې يو افغان سرتېرى هم ټپي شوى دى .

د هلمند ترڅنګ په غزني ، ننګرهار اوخوست ولايتونو كې هم دتاوتريخوالي په پيښو كې مرګ ژوبله اوښتې چې په اړه يې له لښكرګاه څخه عبدالصمدروحاني رپوټ راكوي .

په هلمندولايت كې ديوه بهرني سرتېري دوژل كېدو او د درېيو تنو نورو د ټپي كېدو خبر نن سهار ايساف ځواكونو په يوه خبرپاڼه كې وركړ .

په خبرپاڼه كې ويل شوي چې سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په هلمندولايت كې هغه مهال واوښته چې دسپرلۍ ګاډى يې پريوه ښخ شوي ماين وخوت .

په خبرپاڼه كې د وژل شوي او ټپي سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي .

ايساف ځواكونه وايي چې لومړى ټول سرتېري ټپيان وو چې روغتون ته له رسېدو سره سم يې يوه تن دسختو ټپونو له كبله ساه وركړه .

له دغه خبرپاڼي څوساعتونه وروسته په هلمندولايت كې دبرتانوي ځواكونو وياند جګړن روبن ميتهويس وويل چې چاودنه په نوزاد ولسوالۍ كې پر برتانوي سرتېرو شوې ده .

هغه وويل چې چاودنه كې يو برتانوى سرتېرى مړ اودوه تنه ټپيان دي .

دغه وياند ددې ترڅنګ د يوه افغان سرتېري د ټپي كېدو خبرهم وركړ .

بل پلو وسله والو طالبانو ادعاكړي چې په ګرمسېرولسوالۍ كې هم په يوه چاودنه كې شپږتنه بهرني سرتېري وژل شوي دي، خو په دې اړه بهرنيو ځواکونه څه نه دي ويلي .

دخبري رسنيو د رپوټونو پر اساس په افغانستان كې د روان ميلادي كال له پيل څخه تراوسه ٤٧ بهرنيو سرتېرو په جنګ جګړو، چاودنو اوځانمرګو بريدونو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى .

د هلمند ترڅنګ دافغانستان يوشمېرنور ولايتونه هم نن د تاوتريخوالي شاهد وو .

ننگرهار کې ځانمرگى بريدگر په خپله وژل شوى

د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې يوځانمرګى بريدكوونكى په خپلو چاودېدونکو توكو وژل شوى دى .

ننگرهار
د تېر اپرېل په ٢٩ هم په ننگرهار ولايت کې د يوه ځانمرگي بريد له امله په لس گونو کسانو ته مرگ ژوبله واوښته .

چارواكي وايي چې بريدكوونكى په يوه كور كې پټ و چې چاودنه ورباندې وشوه چې په پايله كې دكور د څښتن په ګډون ځانمرګى مړ او دوه تنه كوچنيان هم سخت ټپيان شول .

په غزني ولايت كې بيا د نامعلومو وسله والو په يوه بريد كې ديوه ښوونځي يو زدكوونكى وژل شوى دى.

چارواكي وايي د وكيل محمدجان خان كوچي دلېسې دغه زدكوونكى هغه مهال ووژل شو چې د وسله والو موټرسايكل سپور له خوا ورباندې بريد وشو .

ددغه بريد مسؤليت تر اوسه چاپه غاړه نه دى اخيستى .

خوست کې درې کسان وژل شوي

دخوست په صبريو ولسوالۍ كې په درېيو جلا پېښو كې درې تنه وژل شوي او اووه تنه د نړيوالو ځواكونو له خوا نيول شوي دي .

د وژل شوو له شمېر څخه دوه تنه ، كه څه هم ځايي خلك يې ولسي وګړي بولي، خونړيوال ځواكونه يې وسله وال طالبان بولي .

ددغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ كې د سرحدي پوليسو په يوه بريد كې ددوو تنو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړشوى دى .

دخوست ګردېز پرلويه لاره د طالبانو اونړيوالو ځواكونو ترمنځ د درنې جګړې خبر هم وركړل شوى، چې دواړه لوري پكې يوه او بل ته د سر د زيان داړولو خبره كوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت