الىاس وحدت له خوسته |  |
 | | | راپورونه وايي چې په دې وروستيو کې په پکتيا او څيرمه ولايتونو کې دنا امنيو پيښې له څه ځنډ وروسته ډيرې شوي دي او امنيتي چارواکي وايي چې دوى يې دمخنيوي پر هلو ځلو بوخت دي. |
دافغانستان له سوېل ختيځ ولايتونو څخه راپورونه وايي چې طالبانو دوه تنه بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي . عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې يو تن د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې ووژل شو او بل يې دخوست ولايت د غازي اباد په سيمه کې وژل شوى دى. سيمه ييزو خلکو وويل چې د پکتيا ولايت د اوسيدونکي سر غوڅ شوى وو خو طالبانو ويلي دي چې دغه سړى يې د جاسوسۍ په تور وژلى دى او د سر غوڅول يې رد کړي دي . د خوست ولايت چارواکي وايي هغه سړى چې طالبانو د غازي اباد په سيمه کې وژلى دى ، هغه يو کوچى دى چې دڅارويو د څارنې او ساتنې دنده يې پرمخ بيوله . راپورونه وايي چې په دې وروستيو کې په پکتيا او څيرمه ولايتونو کې دنا امنيو پيښې له څه ځنډ وروسته ډيرې شوي دي او امنيتي چارواکي وايي چې دوى يې دمخنيوي پر هلو ځلو بوخت دي.
|