BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:36 گرينويچ 2008 ,03 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د ترهگرۍ پرضد جگړه ٧٠ مليارد ډالر غواړي'
جورج ډبليو بوش
ټاکل شوې د روانې مۍ مياشتې په اوږدو کې به ولسمشر بوش اسراييل ته ولاړ شي .
د امريکا ولسمشر جورج بوش په افغانستان او عراق کې د روانې جگړې د ملاتړ او په نړيواله کچه د خوراکي توکو بيو د راټيټولو په موخه له کانگرېس نه ٧٠ ميليون نور ډالر وغوښتل .

ښاغلى بوش له کانگرېس نه وغوښتل چې دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي .

د امريکا د متحدو ايالتونو د مشرانو جرگې مشرې نانسي بيلوسي ته بوش په يوه ليږلي پيغام کې وويل :''د ملاتړ دغه غوښتنليک ډېر ضروري او بېړنى دى .''

تمه کېږي چې د امريکا کانگرېس به د بوش په دې غوښتنې غور وکړي او ژر به يې د منلو پرېکړه وکړي ، خو په کانگرېس کې ډېرى ديموکراټان به د ولسمشر بوش دې غوښتنې ته زړۀ نازړۀ شي .

که چېرې کانگرېس د روان او راتلونکي کلونو لپاره د پانگونې پرېکړه وکړي، نو په افغانستان او عراق کې به د ترهگرۍ پروړاندې د روانې جگړې لگښتونه تر ٨٠٠ ميليون ډالرو واوړي .

ښايي چې د امريکا کانگرېس په راتلونکې اوونۍ د ولسمشر بوش د غوښتنليک ارزونه وکړي ، چې له هوکړې وروسته ده دغه پيسې د راتلونکې اکتوبر په مياشت کې ولگول شي .

د امريکا په کانگرېس کې ديموکراټان د ولسمشر بوش له دې غوښتنې سره هغه غوښتنه هم ورته بولي چې د دې هېواد د پخوانيو جنگياليانو لپاره دې د کور جوړونې لړۍ پيل شي .

د فلسطينيانو لپاره مالي مرسته

د امريکا اوسنۍ اداره دا اندېښنه هم ښيي چې که د بوش دغه غوښتنه ومنل شي، نو د امريکا ډېرى پوځيان به جگړې کولو ته زړۀ ښه نه کړي .

همدارنگه بوش له کانگرېس نه غوښتي چې په منځني ختيځ کې دې د سولې او ټيکاو په موخه د ٣٥٠ ميليون نورو ډالرو پرېکړه ومني . چې له يادې شوې شمېرې څخه به ٢٠٠ ميليون ډالره د فلسطينيانو لپاره ځانگړي شي، خو په دې شرط چې د حماس ډله ترې گټه پورته نه کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت