BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:46 گرينويچ 2008 ,22 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د ٢٥ مليارده ډالرو نورې مرستې غوښتنه به وکړو'

انوار الحق احدي
د افغانستان دنوې پنځه کلنې تگلارې له مخې چې اوسمهال نړيوال بانک ته استول شوې د نورو ژمنو شوو مرستو تر څنگ د شاوخوا ٢٥ ميلياره ډالرو د مرستې غوښتنه شوې .
افغان دولت وايي د پاريس په کنفرانس کې به د ٢٥ ميليادره ډالرو د مرستې غوښتنه وکړي .

په کابل کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو يو ې غونډې ته د افغانستان د ماليې وزير وويل ددې غوښتنې طرحه يې نړيوال بانک ته استولې ده .

په کابل کې د مرستندويه هېوادونو په يوې سترې غونډې کې مرستندويو هېوادونو منله چې د تېر پرتله به له افغانستان سره د مرستو ډېره برخه د افغان حکومت له لورې په لگښت رسول کيږي .

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د شوو مرستو د ښه اغېزمنتوب د نشتوالي له امله له نړيوالو بسپنه ورکوونکو هېوادونو، او عادي افغانانو سره ډېرې پوښتنې پرځاى پاتې، افغان دولت له نړيوالو بسپنه ورکوونکو څخه د نورو ميلياردونو ډالرو د مرستې د غوښتې خبره کوي .

د افغانستان دنوې پنځه کلنې تگلارې له مخې چې اوسمهال نړيوال بانک ته استول شوې د نورو ژمنو شوو مرستو تر څنگ د شاوخوا ٢٥ ميلياره ډالرو د مرستې غوښتنه شوې .

د افغانستان د ماليي وزير وويل که څه هم تر دې دمه کوم نړيوال بسپنه ورکوونکي هېواد ورته د کومې ځانگړې مرستې ټټر نه دى وهلى، خو په وينا يې له افغانستان سره بسپنه ورکونکي چې په سر کې يې امريکا راځي د دوې د وړاندې شوې غوښتنې په اړه مثبت فکر کوي .

احدي چې د امريکا دنړېوال پرمختيايي ادارې يواس ايډي USAID له مشرې هينريتاريچ فور سره گډې خبري غونډې ته غږېده وويل بسپنه ورکوونکي هېوادونه به له افغانستان سره د خپلو مرستو دقيق رقم د فرانسې په کنفرانس کې چې ټاکل شوې په راتلونکې مياشت کې ترسره شي، په ډاگه کړي .

د امريکا دنړېوال پرمختيايي ادارې يواس ايډي USAID مشرې هينريتاريچ فور هيله وښووله چې، هېواد به يې د مرستې له اړخه افغانستان يوازې نه پريږدي .

د اغلې ريچ ټينکار هم تر ډېره په دې و چې د کېدونکو مرستو ډېره برخه به د افغان حکومت له لوري په لگښت ورسول شي .

مېرمن هينريتاريچ فري هيله وښووله چې، د کېدونکو مرستو له لارې به يو شمېر افغانانو ته د کار زمينې برابرې شي .

د افغان دولت او بسپنه ورکونکو هېوادونو دغه ناسته د پاريس د کېدونکي کنفرانس لپاره د پايليزه چمتووالي لومړي اقدامات بللي دي .

ټاکل شوې چې د روان زيږديز کال د راتلونکې مياشتې په ترڅ کې په پاريس کې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونو سره جرگه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت