BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانان ٦٠ زره ټنه خوراکي توکو ته اړتيا لري

د خوړو نړيوال پروگرام
په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان ډبليو اف پي داسې مهال له بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي چې، ډېرى خلک په دې هېواد کې ددې توکو د بيو بې ساري لوړوالي اندېښمن کړي دي .
ملگري ملتونه وايي سږکال له افغان بې وزله او ځپل شوو کورنيو سره د مرستې لپاره شاوخوا ٦٠ زره ټنه خوراکي توکو ته اړتيا لري .

په کابل کې د خوړو نړيوال سازمان ډبليو اف پي چارواکي وايي ددې خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره يې له نړيوالو د نژدې ٨٠ ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده .

ددې سازمان مشر ريک کرزينو چې په کابل کې خبريالانو ته غږېده هيله وښووله چې، ددې مرستو په ترلاسه کولوبه ياده شوې ستونزه حل شي .

په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان ډبليو اف پي داسې مهال له بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي چې، ډېرى خلک په دې هېواد کې ددې توکو د بيو بې ساري لوړوالي اندېښمن کړي دي .

په کابل کې د خوړو د نړيوال سازمان مشر ريک کرزينو وويل دوى يوازې سږ کال له بې وزله کورنيو سره د مرستې لپاره شاوخوا ٩٠زره ټنه خوراکي توکو ته اړتيا لري چې تر دې دمه يې ددې اړتيا درېيمه برخه برابره کړې ده .

کرزينو وويل د پاتې خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره يې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو ته د مرستې وړانديز کړى دى .

د ٨٠ ميليونو ډالرو وړانديز
 په تېرو دوو مياشتو کې مو د ٨٠ ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې وړانديز کړى چې د خوراکي توکو له اړخه ٨٨ زره ټنه کيږي
کرزينو

کرزينو هيله څرگنده کړه چې ددې مرستو په ترلاسه کولو به دوى ددې جوگه شي چې د افغانستان ليرې پرتو او ځپل شوو سيمو ته د بشري مرستو کاروانونه ورسوي :

''په تېرو دوو مياشتو کې مو د ٨٠ ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې وړانديز کړى چې د خوراکي توکو له اړخه ٨٨ زره ټنه کيږي .

دغه خوراکي توکي به د افغانستان په ښارونو او لرو پرتو سيمو کې پر شاخوا دوه نيم ميليونه وگړو باندې ووېشل شي .''

خو تر ډېره د ښاغلي کرزينو اندېښنه دافغانستان په ځينو برخو د کېدونکو ورښتونو او په ځانگړي ډول سوېل کې د امنيتي ستونزو له اړخه وه چې، په وينايې ليرې پرتو سيمو ته به د مرستې رسونې کاروان ځنډنى کړى .

له افغانانو سره د خوړو د نړيوال سازمان د مرستې دا غوښتنه په دې هېواد کې د بيو له بېساري لوړالي سره مله ده چې، ډېرى افغانان يې اندېښمن کړي دي .

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان په دې باور دي چې که د خوراکو توکو د بيو دغه بېسارى لوړوالى راکابو نشي نو ددې هېواد په ځينې سيمو کې به د کډوالۍ بهير ته لاره پرانيستل شي .

خو د افغان حکومت ځواب دا دى چې د خوراکو توکو بيي په نړيواله کچه پورته ختلي چې پايلي يې په دغه هيواد کې هم جوتي شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت