|
کابل کې د مرستندويه ټولنو ناسته جوړيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې ده چې سبا ته په کابل کې افغانستان ته د مرستنديو ټولنو او هېوادونو د استازو يوه ورځنۍ ناسته جوړه شي . دغه ناسته افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستو د همغږي کولو او گټورو لارو چارو د لټولو په موخه کيږي . افغان چارواکي خوښ دي چې کېداى شي دغه ناسته د پاريس د کنفرانس لپاره چې د جون په مياشت کې جوړيږي ښه پيلامه وي . په داسې حال کې چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د غړو تر منځ د مرستو په رسولو او د پروگرامونو په پلې کولو کې د همغږۍ پر نشتوالي په وار وار نيوکې شوې، اوس افغان حکومت د يو ستر کنفرانس په کوربه توب ددې ستونزې د هوارولو لارې چارې لټوي . دغه ناسته چې د افغانستان د ماليي وزارت لخوا جوړيږي، افغانستان ته د ټولو مرستنديو ټولنو او هېوادونو استازي به په کې گډون وکړي . د ماليي وزارت وياند ارين شريفي وايي که څه هم د نړيوالې ټولنې له خوا دوى ته ځانگړې تگلاره نه ده وړاندې شوې، خو هيله من دي چې ددغې ستونزې د غوڅولو لپاره په يوې طرحې سره يوه خوله شي : ''هره هغه طرح چې وکړاى شي د مرستو اغېز ډېر کړي افغان حکومت يې ملاتړ کوي او زه ډاډمن يم چې مرستندويه هېوادونه يې هم ملاتړ کوي، ځکه چې هغوى له افغانستان سره مرسته کوي . د هغوى موخه داده چې له دې مرستو افغانستان ته څه جوړ شي، نو له همدې امله هره هغه طرح چې وکړاى شي د مرستو اغېز ډېر کړي، په پوره باور سره ويلى شم چې د باور وړ ده .'' افغان حکومت وايي ددغې ستونزې د هوارولو په موخه يوازېنۍ تگلاره داده چې د مرستنديو هېوادونو پيسې د حکومت له خواولگول شي . که څه هم تراوسه پورې روښانه نه ده چې کوم هېواد به د افغان حکومت له دې طرحې ملاتړ وکړي خو د ښاغلي شريفي په باور يوازې د امريکا متحده ايالتونو له دې طرحې سره تر يوه بريده مخالفت کړى دى . امريکا هغه هېواد دى چې افغانستان ته له نورو مرستندويه هېوادونو نه ډېره مرسته کوي چې په سلو کې ٦٥ مرستې د دې هېواد له خوا ترسره کيږي : ''هغه ستونزې چې دوى يې وړاندې کوي دادي چې د دوى د هېواد د کورنيو قوانينو پر بنسټ هغه پيسې چې په افغانستان او يا کوم بل هېواد کې لگول کيږې، په غوره ډول کنټرول کړاى شي، چې په دې اساس دوى نشي کولى چې د خپلو مرستو ډېرى برخه د حکومتونو له لارې ولگوي . دا يوازې د افغانستان لپاره نه بلکې په ټوله نړۍ کې شته، په ټولو هغو هېوادونو کې شته چې مرسته ورسره کېږي . '' دا په داسې حال کې ده چې تر دوو مياشتو پورې به په پاريس کې د افغانستان په اړه يو ستر کنفرانس جوړ شي . افغان چارواکي هيله من دي چې د کابل ناسته به وکړاى شي د پاريس د کنفرانس جزياتو ته لاره پرانيزي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||