|
هالنډ له افغان کروندگرو سره مرسته وکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هالنډ د ملگروملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لارې د افغانستان په سوېلي ولايت ارزگان کې له کروندگرو سره ٢،٤ ميليونه ايرو مرسته کړې . په دې مرسته شوو پيسو به د کرنې پروژې پيلېږي . چارواکي وايي چې په دې جگړه ځپلي ولايت کې به په زرگونو کروندگروته دا لار اواره شي چې د کرکېلې په برخه کې خپلې ستونزې اوارې کړي . دغه هوکړه د افغانستان د کرنې د وزارت او د ملگرو ملتونو د خوړو او د کرنې د ادارې ترمنځ په کابل کې وشوه . چارواکي وايي د هالنډ د هېواد له خوا دغه مرسته به د افغانستان په سوېلي ولايت ارزگان کې په زرگونو کروندگر ددې جوگه کړي چې خپلې ځمکې ښيرازه او توليداتو ته برابرې کړي . د ٢،٤ ايرو په بدل کې به د خوړو او کرنې نړيواله اداره د ارزگان ولايت د ترينکوټ او چوره په ولسواليو کې سيمه ييزو کروندگرو ته تخنيکي وسايل، روزنيز سيمنارونه او دکرکيلې نورې اسانتياوې برابرې کړي . دغه ولايت چې د څنگلوري هلمند او کندهار ولايتونو سربېره د کوکنارو په کرکېله کې شهرت لري ناسم امنيتي حالت يې د دوديزې کرکيلې بهير ځندولى دى اوځمکوال يې شکايت لري چې ددولت پاملرنه د کرکيلې د پرمختيا لپاره کمه ده . مجيب الرحمان چې د افغانستان لپاره د بيلجيم له مرستندويه ټولنې سره کار کوي او دکروندگرو لپاره روزنيز پروگرامونه لري وايي چې دکرکيلې پرمختيا د افغانانو لپاره يوازېنۍ لار ده چې خپل اقتصادي حالت پياوړى کړي . افغانستان چې کرکېله يې نژدې ٧٠ په سلو کې وگړو ته اقتصادي سرچينه بلل کيږي په تېرو لسيزو کې جگړې ډېر زيانونه ور واړول . ځمکې شاړې پاتې شوې، د اوبو رسولو بهير ويجاړ شو، تخنيکي اسانتياوې له منځه لاړې او اصلاح شوى تخم او سرې ته لاسرسى سخت شو .
مجيب الرحمان وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان د کرکېلې د پرمختيا هڅه نه ده شوې او هيواد يې د بهرنيو کرنيزو توليداتو لپاره پر يو وړ مارکيټ اوښتى دى . خو د ملگرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د هالنډ د هېواد د وروستۍ مرستې له لارې به په ارزگان کې کروندگرو ته د توليداتو د ډېرولو او د هغو د پلورلو لارې چارې وښودل شي . ارزگان د افغانستان هغه ولايت دى چې هر وخت ترې د وسله والو بريدونو راپورونه راځي خو دغسې مرستې له سيمه ييزو کروندگرو سره مرسته کوي چې د خپلو کورنيو د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره يې وکاروي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||