BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:17 گرينويچ 2008 ,01 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د امريکا پوځ: خپلې مرستې دوه برابره ډېروو

پوځ
د امريکا د متحدو ايالاتو پوځيان په افغانستان کې دا ډول مرستې د طالبانو په وړاندې د جگړې په ډگر کې د خلکو د زړونو او ذهنونو د گټلو لپاره ارزښتناکې بولي .
په افغانستان کې دامريکا د متحدو ايالاتو پوځ هيله لري چې سږکال د بيارغاونې په اړه خپلې بېړنۍ مرستې دوه برابره ډېرې کړي .

د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي چې که د امريکا کانگريس ددوى وړانديز ومني نو ډېر ژر به په افغانستان کې د نوو ښونځيو ، پلونو او روغتيايي مرکزونو د جوړونې لپاره پيسې ورکړي .

د متحدو ايالاتو پوځ په افغانستان کې د طالبانو د تمبولو د تگلارې د برخې په توگه د بيارغاونې له بهير سره بېړنۍ مرستې کوي.

په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځ د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې د مرستو ددې بېړني پروگرام له مخې دوى کولى شي چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي .

د امريکا د متحدو ايالاتو پوځيان په افغانستان کې دا ډول مرستې د طالبانو پر وړاندې د جگړې په ډگر کې د خلکو د زړونو او ذهنونو د گټلو لپاره ارزښتناکې بولي .

دغه پروگرام چې دقومندانانو بيړنى ځواب نوميږي د منځنۍ رتبې پوځي افسرانو ته دا واک ورکوي چې د بيارغاونې سيمه ييزې کوچنۍ پروژې لوړپوړو چارواکو له لارښوونې پرته پلې کړي.

په افغانستان کې د متحدو ايالاتو پوځي قومندانان وايي که کانگريس ددوى وړانديز ومانه نو دوى به ډير ژر ٤١٠ ميليونه ډالره په ليرې پرتو سيمو کې د نوو ښوونځيو ،سړکونو ،پلونو او د کوچنيو برېښنا کوټونو لپاره ورکړي .

امريکايي پوځيانو په ٢٠٠٧ کال کې نژدې ٢٠٦ ميليونه ډالره ددې پروگرام له لارې لگولي دي .

له هغې شپږ کاله وروسته چې د متحدو ايالاتو پوځ سخت دريځي طالبان له واکه ليرې کړل دا د طالبانو په وړاندې جگړه کې د پوځ د تگلارې مرکزي برخه جوړوي .

ددې پروگرام له لارې ډيرې مرستې د پاکستان له پولې سره څېرمه په نارامه ولايتونو کې لگول کيږي چې روغتيايي مرکزونه ، ښوونځي ، پلونه او واټونه ژر جوړ کړي.

دوى ورته پروژې دافغانستان په ختيځ کې لري چې د سرکونو ، د کوچنيو برېښنا کوټونو ، ښوونځيو ،کلينکونو او د ځښاک د اوبو د رسولو پروژې په کې شاملې دي .

د متحدو ايالاتو يو پوځي چارواکي د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي چې ددوى انجينرانو ٩٠ کوچني برېښنا کوټونه نقشه کړي دي چې دافغانستان په ختيځو او د پاکستان پولې ته څېرمه سيمو کې به جوړيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت