BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:54 گرينويچ 2008 ,28 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پنځو بهرنيو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې
اروزگان
د اسټراليا هېواد اوسمهال د ناټو ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې شاوخوا ١٠٠٠ سرتېري لي چې ډېرى يې په سوېلي اروزگان ولايت کې مېشت دي .
د افغانستان په سوېلي اروزگان ولايت کې د يوې نښتنې په ترڅ کې د ناټو په مشرۍ د ايساف يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي .

په کابل کې د ايساف ځواکونو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبره کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي د ايساف ځواکونو سرتېري هغه مهال د وسله والو جنگياليو تر بريد لاندې راغلل کله چې دوى پر گزمې بوخت وو .

د ايساف په خبرپاڼه کې د يوه سرتېري د وژل کېدو او د څلورو د ټپي کېدو پخلى شوى دى .

خبرپاڼه وايي ټپي سرتېري نژدې روغتون ته وړل شوي خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي .

په خبرپاڼه کې د ايساف ځواکونو وياند جنرال کارلوس برانکو خپلو سرتېرو ته پر اوښتې مرگ ژوبلې خواشيني ښوولې ده .

دمگړۍ د وژل شوي سرتېري د تابعيت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د استراليا ددفاع وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په اروزگان ولايت کې د خپل يوه سرتېري وژنه او د څلورو نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي .

د استراليا ددفاعي ځواکونو مشر انگوس هاوسټن وايي يو سرتېرى يې هغه مهال ووژل شو او څلور نور ټپيان شول کله چې د وسله والو لخوا پرې د راکټو او کرنېټو بريد وشو.

د اسټراليا هېواد اوسمهال د ناټو ترمشرۍ لاندې په افغانستان کې شاوخوا ١٠٠٠ سرتېري لي چې ډېرى يې په سوېلي اروزگان ولايت کې مېشت دي .

تر اوسه په افغانستان کې د استراليا هېواد پنځه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نوريې ټپيان شوي دي .

تېره اوونۍ هم د هېواد په سوېل کې د ايساف ځواکونو د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو او د درېيو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و .

د يادونې وړ ده چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهريو وژل شوو سرتېرو شمېره ٤٤ کسانو ته رسيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت