|
افغانستان ته د استراليا ١١٠ ميليون ډالره بسپنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د استراليا لومړي وزير کيون روډ کابل ته د يوۀ لنډ سفر پر مهال له افغانستان سره د ١١٠ ميليونو ډالرو نوې مرستې ژمنه وکړه. ښاغلي روډ ټينگار وکړ چې هېواد يې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې له نورو هېوادونو سره ټينگ ولاړ دى، خو ويې ويل چې په دې لار کې لاهم ننگونې شته دي. استراليايي لومړى وزير افغانستان ته په دغۀ نااعلان شوي سفر کې لومړى په ارزگان کې کوز شو. هلته يې له خپلو سرتېرو سره چې د عيسوي کريسميس اختر په درشل کې دي سره وکتل او بيا کابل ته والوت. له ولسمشر کرزي سره يې په گډ خبري کنفرانس کې وويل چې له افغانستان سره به د بيارغاونې په برخه کې ١١٠ ميليونه ډالره مرسته وکړي. استراليا په تېرو شپږو کلونو کې له وروستۍ ژمنې پرته ١٥٠ ميليونه ډالر مرسته کړې. ښاغلي روډ وويل هېواد به يې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي. د بيارغاونې له مرستو سربېره، استراليا په افغانستان کې ٩٠٠ سرتېري هم لري چې د ناټو پر مشرۍ د ايساف تر چتر لاندې مېشت دي. ولسمشر کرزي هم په خپل وار د استراليا له مرستو څخه مننه وکړه او له هغۀ هېواد سره يې د افغانستان د ښو اړيکو يادونه وکړه. استراليا په تېرو څو کلونو کې په لوېديځ کې د افغانستان د نوي سياسي بهير يو له وتلو هېوادونو څخه ده. ښاغلى روډ له عراقه افغانستان ته په ناڅاپي سفر رارسېدلى و. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||