|
اســټراليا: د افغانانوزړونه او ذهنونه وگټئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه گړۍ چې د هلمند د پوليسو يو چارواکي د گريشک په ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو د بمباريو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په گډون د لسگونوخلکو د وژلو خبر ورکړ ، داسټراليا د بهرنيو چارو وزير له څيرمه ولايت ارزگان څخه کابل ته راورسيد او دطالبانو په وړاندې د ناټو او افغان پوځ په جگړه کې يې د ولسي خلکو د وژلو پړه سم لاسي پر طالبانو واچوله : دى ارزگان ته ددې لپاره تلى وو چې له اسټراليايي سرتيرو سره وگوري چې د هالنډ د بيا رغاونې له ولايتي ډلې سره په سيمه کې مرسته کوي . د اسټراليا څه کم ١٠٠٠ سرتيري په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو په اډانه کې کار کوي چې ډيرى يې په نا ارامه ولايتونو کندهار او ارزگان کې ميشت دي . الگزانډر ډونر په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او وېويل چې د ملکي خلکو د وژل کيدو مساله يې د خبرو برخه وه : ده په دې اړه وويل : ((هلته د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه خبرې وشوې . د ولسي وگړو ډېره برخه د طالبانو له خوا وژل کيږي. دوى ولسي وگړي په نښه کوي .دوى ولسي وگړي وژني . دوى په ناځوانمردانه توگه د ملکي خلکو له منځه جنگيږي .دوى د ملکو خلکو له وژلو د تبليغاتو په توگه کار اخلي .ناټو او ايساف ملکي خلک نه په نښه کوي .)) د استراليا دبهرنيو چارو وزيرچې د افغانستان په اړه يې د نړيوالې ټولنې او ناټوله دريځه په کلکه دفاع کوله ، ټينگار وکړ چې نړيواله ټولنه او د ناټو ځواکونه د ملکي خلکو د ژغورنې هڅه کوي .،خو د ناټو د عملياتو پر وخت يې د ملکي خلکو وژلو د يو لړ پيښو رامنځته کېدل تصادفي وبلل . ښاغلي ډونر وويل نړيوالې ټولنې او په ځانگړي ډول افغان دولت ته پکار ده چې په يو نه يوه ډول د خلکو زړونه او ذهنونه وگټي : نوموړي زياته کړه : بايد ډاډ تر لاسه شي چې خلک د طالبانو د راتگ پر پايلو پوه شوي دي چې هيواد يې له ناورين سره مخامخ کړاو دا څرگنده خبره ده چې دوى دژوند ښه والي ،پوهنې او د افغانستان د خلکو د روغتيايي څانگو ته زيانونه اړوي خو دا له امکانه ليرې ده چې هيواد بيا د طالبانو واک ته ولويږي .)) اسټراليا په افغانستان کې نا امني د نشيي توکو د توليد د ډيريدو لامل بولي او د بهرنيو چارو وزير يې ټينگار وکړ چې ټول بايد د امنيت دټينگښت لپاره هلې ځلې وکړي . د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان حکومت سره د اوه مليونه ډالرو مرسته هم اعلان کړه . | ورسره تړلي نور خبرونه د هلمند په بمباريو کې بيا ولسي خلک وژل شوي30 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||