|
په ارزگان کې د ايتلاف سرتېرى وژل شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه وايي يو سرتېرى يې په ارزگان ولايت کې وژل شوى او درې افغان پوځيان ټپيان شوي. د ايتلاف ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي سرتېرى يې ارزگان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې هغه مهال ووژل شو چې وسله والو طالبانو يې پر گاډي توغندي واورول. بريد نن (شنبه) د ماسپښين په دريو بجو شوى، چې دقيقه سيمه يې نه ده ښوول شوې. خبرپاڼه زياتوي چې په بريد کې د افغان پوځ درې سرتېري هم ټپيان شوي. ژوبل شوي سرتېري د ايتلاف د ځواکونو په يوه سيمه ييزه اډه کې تر درملنه لاندې دي او د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويل شوي. د وژل شوي سرتېري هويت هم نه دى په ډاگه شوى، خو په ارزگان کې ډېرى سرتېري د هالنډ او نورد امريکا دي. تېره ورځ د ارزگان په ولايتي مرکز، تېرين کوټ ښار کې، يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي دوولس ولسي خلک وژلي وو. | ورسره تړلي نور خبرونه په سويل کې ناټو او افغان سرتېري وژل شوي12 جون, 2007 | خبرونه بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى10 جون, 2007 | خبرونه د ناټو درې سرتېري وژل شوي06 جون, 2007 | خبرونه برتانوي او افغان سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې26 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||