BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:12 گرينويچ 2007 ,10 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ارزگان کې ځانمرگي بريد گڼ کسان وژلي

د دهراوت په بريد کې ټپي شوى ماشوم (انځور د ناټو ځواکونو لخوا ورکړ شوى)
د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي د بريد په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شته
په ارزگان ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي شاوخوا شل کسان وژلي.

ناټو ځواکونو هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې تر ١٢ زيات ولسي خلک په بريد کې وژل شوي او د دوى د اتو تنو سرتېرو په گډون ١٣ تنه ټپيان شوي.

د ارزگان د پوليسو مشر محمد قاسم بي بي سي ته وويل يوۀ سړي د دهراوت ولسوالۍ په بازار کې د خلکو په منځ کې ځان چوولى او نژدې ٢٠ ولسي خلک يې وژلي. دۀ وويل گڼ شمېر نور خلک د نن (سه شنبه) ماسپښين په بريد کې ټپيان شوي هم دي.

د پوليسو مشر زياته کړه چې بريدکوونکى چې د دهراوت په بازار کې پلى روان و هغه مهال ځان والوزاوه چې د ناټو ځواکونو يو پوځي کاروان ته ورژدې شو.

د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دا يوه موټر چاودنه وه چې تر ١٢ زيات لارويان يې ووژل او ١٣ تنه نور يې ټپيان کړل. خبرپاڼه زياتوي چې د دوى اته تنه سرتېري هم په ټپيانو کې دي.

د ټپي شويو سرتيرو هويت نه دى په ډاګه شوى، خوپه ارزګان كې مېشت د ناټو ځواکونه د هالنډ، ډنمارك او استراليا دي.

د تلفاتو شمېره ځکه لوړه ښوول کېږي چې چاودنه د دهراوت بازار په منځ کې د خلکو د گڼې گوڼې پرمها شوې.

سيمه ييزو چارواکو د بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچولې چې نژدې د ټولو دا ډول بريدونو پړه پرغاړه اخلي.

ارزگان دافغانستان په سويل کې يو له نارامو ولايتونو څخه دى چې د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ پکې د شخړو خبرونو وخت پر وخت ورکول کېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت