|
چارواکي: پکتيکاکې دوه طالب قومندانان ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سوېل ختيځ پکتيکا په ولايت کې چارواکي وايي د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ په نښته کې د يوه ولسي وگړي سربېره دوه طالب قومندانان وژل شوي دي . دغه پېښه پرون مازديگر هغه مهال وشوه کله چې وسله والو طالبانو د پکتيکا ولايت د يوسف خېلو په شپانه کلا کې پوليسو ته کمين نيولى و . د پکتيکا ولايت د امنيه قومندان نبي جان ملاخېل وايي په دې نښته کې د يوه ملکي وگړي سربېره د طالبانو دوه سيمه ييز مشهور قومندانان انجينر توفيق او رفيق هم وژل شوي او يو وسله وال طالب ټپي شوى دى . ملاخېل د خپلو پوليسو د وژل کېدو خبره تراوسه نه ده تاييد کړې . خو وسله وال طالبان بيا دا مني چې يو تن يې وژل شوى او بل يې ټپي شوى دى، خو ورسره د پنځو پوليسو د وژلو ادعا هم کوي . ځايي خلکو بي بي سي ته د څلورو ملکي وگړو د مړينې خبر ورکړى چې په وينا يې په وژل شوو کې دوه ښځې هم دي، خو ولايتي چارواکي وايي په جگړه کې يو ولسي وگړى وژل شوى دى . د يادونې وړ ده چې د روان کال د اپرېل پر دويمه هم د نوموړي ولايت په وازه خوا کې ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى و . | ورسره تړلي نور خبرونه د پکتيکا په ارگون کې چاودنې مرگ ژوله اړولې02 اپريل, 2008 | خبرونه پکتيکا کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي 27 فبروري, 2008 | افغانستان د هېواد په سويل او سويل ختيځ کې گڼې پېښې27 فبروري, 2008 | افغانستان په پکتيکا کې يو ولسوال ووژل شو08 اگست, 2007 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||