|
د ايساف څلور سرتېري ټپيان شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ختيځ کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ايساف ځواکونو څلور سرتېري او يو افغان ژباړن ټپيان شوي دي . دغه چاودنه تېره ورځ (جمعه، د مۍ ٢٣، د غبرگولي دريمه) شوې ده . د څوکۍ ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د پلار درې په سيمه کې شوې ده . د چارواکو پروينا، په نښته کې د ايتلاف درې سرتېري او د هغوى يو تن افغان ژباړن ټپيان شوي دي . بل خوا په بگرام کې ايتلافي ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په ياده شوې چاودنه د ايساف څلور سرتېري او يو ځايي اوسېدونکى ټپيان شوي دي . د خبرپاڼې پروينا ټپيان نژدې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي . خو په سيمه کې ځايي طالبان بيا وايي چې ياده شوې چاودنه دوى کړې ده او د بهرنيو ځواکونو يو ټانک يې له منځه وړى او پکې سپاره سرتېري يې وژلي دي . خو ايساف بيا په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په چاودنه کې هېڅ کوم سرتېرى نه دى وژل شوى . د يادونې وړ ده چې په ختيځ کونړ ولايت کې امريکايي سرتېري مېشت دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ' په کونړاو نورستان کې وسله وال وژل شوي '10 مۍ, 2008 | خبرونه وحيدي: دوه ځانمرگي بريد کوونکي مو ونيول 04 مۍ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||