BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:29 گرينويچ 2008 ,28 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بهرنيو ځواکونو بمبار ١٤ ولسي وگړي ووژل

کونړ کې امريکايي سرتېري
د ماڼوګي ولسوالۍ په کلايګل کې د تېرې شپې د مرګ ژوبلې خبر لومړی ولسي وګړو ورکړ .
په کونړ ولايت کې ځايي اوسېدونکي وايي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې تېره شپه ١٤ ولسي وګړي وژل شوي اودرې نورټپيان دي .

ايساف وايي ځواکونو يې دقيقې نښې ويشتې او يو شمېر اورپکي يې وژلي دي .

د ماڼوګي ولسوالۍ په کلايګل کې د تېرې شپې د مرګ ژوبلې خبر لومړی ولسي وګړو ورکړ .

دوى ادعا وکړه چې له الوتکو نه رالوېدلو بمونو په يوه کور څوارلس کسان چې ددوى په وينا ډېر يې کوچنيان او ښځې دي ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .

د حاجي ميا جان په نوم يو تن چې اوس د ننګر هار په روغتون کې د ټپانو سره دی د خپلو سترګو ليدلی حال بې بې سي ته داسې بيان کړ:

'' بېګا د شپې نهه بجې امريکايانو بمبار وکړ څوارلس کسه يې په يوه کور کې ووژل په دې کې يو سړی دی او نور ټول ماشومان اوښځې دي درې نور زحميان دي.ښځې اوماشومان خو نه ډزې کولی شي او نه اورپکي موږ دلته ليدلي .''

د افغانستان په ختيځ کې د ايسا ف د مطبو عاتي دفتر مشر جګړن سټرين برګ وايې دغه سيمه ايساف له هغه وروسته په نښه کړه چې سيمه ييزو خلکو ورته د اورپکو د ناستې يو ځاى په نښه کړ .

د ايساف دغه چارواکې وايي په بريد کې يو شمېر وسله وال وژل شوي، خو دده په وينا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

ده دا هم وويل چې ډېر ژر به ددغو ادعاوو پلټنه پيل کړي .

اپلو د بادغيس له ولايت څخه هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي .

چارواکې وايي د وسلوالو په يوه بريد کې درې پوليس ټپيان شوي .

سيمه ييز چارواکي د څلورو وسله واو د وژلو او يو بل د ژوندي نيولو خبره کوي .

وسله وال طالبان پخپل وار تر لسو نه د ډېرو پولسو د وژلو او د دوو موټرو د ويجاړېدو دعوا کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت