BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:58 گرينويچ 2008 ,23 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو ' په افغانستان کې نورو سرتېرو ته اړتيا لري'
ناټو سرتېري په افغانستان کې
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ٦٠ زره بهرني سرتېري مېشت دي،
يوه الماني جنرال ويلي که ناټو له افغانستان نه خپل پوځيان وباسي، په دغه هېواد کې به ٦٠٠٠ نورو سرتېرو ته اړتيا پيدا شي .

دغه الماني جنرال ايگون رامس له يوې جرمنۍ راديو سره په مرکه کې ويلي چې که ناټو په ٢٠١٢ کال کې واک افغان پوځ ته وسپاري، ناټو به په دغه هېواد کې د خپلو پوځيانو پياوړي کولو ته اړايستى شي .

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ٦٠ زره بهرني سرتېري مېشت دي، چې ډېرى يې د ناټو په چوکاټ کې د ايساف يا سوله ساتي ځواکونه دي .

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امريکا پخواني جنرال دان مکنېل په دغه هېواد کې د ناټوځواکونو په اړه ويلي وو چې له طالبانو سره جگړه لا نورو ځواکونو،سرچينو، هوايي ځواک، نورو معلوماتو اړ څارنې ته اړتيا لري .

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو اوونيو په اوږدو کې په افغانستان شاوخوا ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي دي .

او د ٢٠٠٢ راهيسې په افغانستان کې له طالبانو سره د جگړې پرمهال تر هر بل وخت د روان جون په مياشت کې ډېر بهرني سرتېري وژل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت