|
برتانيا افغانستان ته نور سرتېري لېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شميره ډيره کړې او ٢٣٠ تنه نور پوځيان هم ورليږي . له دې سره به په افغانستان کې د برتانوي سرتيرو شميره تر اتو زرو واوړي چې ډيره برخه يې د هلمند په ولايت کې ځاى پر ځاى ده . د برتانيا د دفاع وزير ډيس براون وايي د افغانستان په سويل کې د طالبانو نوي تاکتيکونه نوې ننگونې پېښوي خو رښتينى پرمختگ شوى دى . تر دې وړاندې په لندن کې ولسمشر بوش او لومړي وزير گورډن براون په يو گډ خبري کانفرانس کې وويل چې اضافي سرتيري به د افغانستان د پوځ او پوليسو روزنې ته ډير پام کوي . د ناټو په ځواکونو کې د برتانيوي سرتيرو ډله تر ډيره ځايه له تاوتريخوالي ډک سويلي ولايت هلمند کې ځاى پر ځاى ده . دوه کاله وړاندې چې له کله دغلته برتانوي سرتيري رسيدلي دوى په پرله پسې ډول له طالبانو سره په سختو جگړو کې ښکېل شوي دي . که څه هم د زياتو شويو سرتيرو شميره لږه ده خو بيا هم په افغانستان کې د ناټو له ماموريت سره د برتانيا د اوږد مهالي هوډ ښکارندويي کوي . حال دا چې دغه نور سرتيري د برتانيا په وار دمخه سره خپارۀ شوي وسله وال پوځ باندې لوى فشار واردوي . خو دغه زياتول به په عمل کې کوم بدلون هم راولي که نه ؟ بې له شکه چې برتانوي مامورين په دې باور دي چې په هلمند کې امنيت په رښتيا ورو ورو ښه شوى دى . بله دا چې طالبان که څه هم لا خطرناکه دي خو ډير کمزوري شوي او نور ستراتيژيک گواښ نه پېښوي . خو په شخصي خبرو کې پوځي سرچينې شکايت کوي چې برتانوي قومندانان ډير پيسې نه لري ، د ملکي بيا رغاونکو پروژو او د جگړې د همغږي کولو په برخه کې لا هم ستونزې شته . دغه راز له لويه سره دا شکونه هم لا پر ځاى دي چې په افغانستان کې شاوخوا ٥٠ زره لويديځ سرتيري دومره لوى هيواد ته کافي هم دي که نه . له افغانستان څخه په دې وروستيو کې د ناټو وتونکي قومندان ويلي و چې دغلته يې ځواکونه پوره اسانتياوې نه لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||