|
جرمني افغانستان ته نور پوځيان لېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونگ افغانستان ته د افغان سرتېرو د روزنې او د اړتيا پرمهال د جنگ کولو لپاره د نورو پوځيانو د لېږلو ژمنه کړې ده . ښاغلي يونگ وويل چې په راتلونکي کال کې به د افغان روزل شويو سرتېرو شمېره درې برابره ډېره شي، په دې معنا چې ٧٥٠٠ افغان سرتېري به وروزل شي ، چې ددې چارې په ترسره کولو سره په افغانستان کې الماني پوځيانو ته اړتيا ليدل کېږي . خو دمگړۍ افغانستان ته د نويو جرمني ژمنه شويو سرتېرو دقيقه شمېره نه ده په ډاگه شوې . که څه هم په جرمني کې رسنيو ددغو سرتېرو شمېره د زرو په شاوخوا کې اټکل کړې ده، خو د المان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي چې ډېر ژر به ددغو سرتېرو دقيقه شمېره په ډاگه شي . دمگړۍ المان په افغانستان کې٤٥٠٠ سرتېري لري، چې معمولآ د هېواد په شمال او پلازمېنه کې مېشت دې . د جرمني هېواد د پاريس په غونډه کې هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د ٤٢٠ ميليون يورو مرسته وکړي، چې د ژمنه شويو پيسو ډېرى برخه به د افغان پوليسو د ځواکمنولو او روزنې په چارو کې ولگول شي . افغانستان ته د جرمني د دفاع وزير په داسې مهال د خپلو سرتېرو د لېږلو ژمنه کوي، چې د دغه هېواد کابينه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموريت د وخت پر غزولو د پرېکړې تابيا کوي . په افغانستان کې د المان د اوسني ماموريت وخت د روان کال په اکتوبر مياشت کې پاى ته رسېږي چې ددغه ماموريت غزونه معمولآ د جرمني د پارلمان د اکثريت غړو په رايه ولاړه ده .
خو ددغه هېواد کېڼ اړخې سوسيالېسته ډله بيا افغانستان ته د خپلو پوځيانو د لېږلو مخالفه ده . د يوې ټولپوښتنې پر بنسټ، چې د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې ترسره شوه، د جرمني ٨٥ په سلو کې وگړي د افغانستان جنگي او خطرناکو سيمو ته د خپلو سرتېرو له لېږلو سره مخالف دي . پر جرمني د ناټو له لوري فشار و چې د افغانستان په جگړه کې لانوره ونډه واخلي، په ځانگړي ډول د وسله والو طالبانو د ځپلو، د امريکايي او برتانوي پوځيانو د پياوړي کولو په برخه کې خپله مرسته ونه سپموي . خو د جرمني چارواکو د دغو فشارونو پروړاندې تر اوسه خپل مقاومت کړى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه برتانيا افغانستان ته نور سرتېري لېږي17 جون, 2008 | خبرونه براون:افغان ماموريت کې ونډه ډيره کړئ14 دسمبر, 2007 | افغانستان ناټوله جاپان څخه مرسته غواړي 13 دسمبر, 2007 | افغانستان سروي: ډېرى افغانان د بهرنيو ځواکونو پلويان دي20 اکتوبر, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||