 | | | ښاغلي شيفر وويل د جاپان مرسته د افغانستان د ټيکاو لپاره خورا مهمه ده |
د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر پر جاپان غږ کړى چې د افغانستان په بياجوړونه کې لازياته ونډه واخلي چې پکې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو ته د سرتېرو ورکول هم راځي. ښاغلي شيفر چې توکيو ته د يوۀ سفر په ترڅ کې يې خبرې کولې د جاپان لخوا د هند په سمندر کې د سمندري ځواکونو د لانجمن ماموريت د بياپيلولو پر اهميت هم ټينگار وکړ. دغۀ ماموريت په افغانستان کې امريکايي او ناټو ځواکونو ته تېل چمتو کول، خو تېره مياشت وروسته له هغۀ ووتل چې په جاپان کې مخالفو گوندونو په دې دليل د دغۀ ماموريت د غځولو مخنيوى وکړ چې گواکې دا چاره د هېواد سوله پال اساسي قانون سره په ټکر کې ده. ښاغلي شيفر وويل د جاپان دا ماموريت د افغانستان د ټيکاو لپاره خورا اړين دى. دۀ يادونه وکړه چې پوهېږي چې جاپان تر کومه ځايه له خپلې سوله پالې تگلارې څخه اوښتى شي. د ناټو سرمنشي هيله وکړه چې پر هغۀ څۀ دې بحث وشي چې دغه هېواد يې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تر چتر لاندې کولى شي. |