BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2007 ,14 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
براون:افغان ماموريت کې ونډه ډيره کړئ
ډيس براون
برتانيا په افغانستان کې شاوخوا٧٠٠٠ سرتيري لري چې ډيرى يې د هيواد په سوېل کې دنده ترسره کوي
دبرتانيا د دفاع وزير د ناټو پر غړو هيوادونو غږ کړى دى چې په افغانستان کې د ماموريت ورى شريک کړي.

ده دغه خبرې دناټو د غړو هيوادونو غونډې ته په ايډينبرگ کې وکړې .

دا د ناتو د هغو اتو هيوادونو له منظمو غونډو څخه ده چې د افغانستان د جنوب په نارامه سيمو کې عسکر لري .

داسې کوم اټکل نه کيږي چې په غونډې کې به کومه نوې طرحه وړاندې شي او يا نورې کومې نتېجې ترې راووځي .

خو د برتانيې د دفاع وزارت چارواکي وايي له دې هر څه سره سره غونډه ځکه مهمه ده چې برخه وال يې په افغانستان کې د روانو حالاتو په تړاو د نظرونو راکړه ورکړه وکړي .

اجندا هم پخوانۍ ده . د افغانستان له گاونډيانو او په تيره بيا پاکستان سره څه ډول چلن وشي چې ويل کيږي د طالبانو د پټيدو ځاى دى .

همدارنگه په غونډه کې به پردې هم خبرې وشي چې څنگه دې د پوځي عملياتو او د بيارغونې دکارونو ترمنځ انډول وساتل شي .

غونډه به د کاناډا او هالند په څير هغه هيوادونه هم وهڅوي چې خلک يې د افغانستان په سوېل کې د خپلو قواوو له شتونه خوښ نه دي .

دغه غونډه داسې مهال جوړيږي چې اوس دغه روحيه پياوړي کيږي چې دکلونو لپاره بايد چې په افغانستان کې پوځي ماموريت وغځيږي او د اورپکو په وړاندې عمليات زور واخلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
ناټوله جاپان څخه مرسته غواړي
13 دسمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت